امریکا افغانستان کې د ترهګرو د ختمولو لپاره پر استخباراتي حضور ټینګار کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ویلي، د ترهګرو د مخنیوي لپاره افغانستان کې خپل استخباراتي حضور مهم یاد کړی

نوموړي د طالبانو په اړه ویلي، چې پر هیچا هم باور نه دی په کار، خو طالبان نور له جګړو ستړي شوي دي او غواړي له امریکا سره سوله وکړي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې امریکا باید له دې وروسته په افغانستان کې د پولیس دنده ترسره نه کړي. هغه د افغانستان روانه جګړه هم کورنۍ جګړه بللې ده او په خبره یې افغان حکومت او طالبان په خپلو کې جګړه کوي، خو امریکايي ځواکونه سوله ساتي دي او اتلس کاله یې د سولې لپاره مبارزه کړې ده.

تر دې وړاندې هم ټرمپ افغانستان د ترهګرو لابرتوار او هاروارډ بللی و.