امریکا به د وسله والو طالبانو غوښتنې ونه مني

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو په تړاو امریکایي سناتور لیندسي ګراهام څرګندونې کړي نوموړي ویلي هیله ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د وسله والو طالبانو غوښتنه ونه مني.

ګراهام هغې مقالې ته په اشارې چې شپږ میاشتې مخکې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړوند خپره شوې وه وویل، د افغانانو د یووالي لپاره په یاد هېواد کې د امریکایي ځواکونو حضور اړین دی او دومره ژر باید دا ځواکونه له افغانستانه ونه ایستل شي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې له مخې یې طالبانو په اتلسو میاشتو کې له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې وه او دې راپورونو په هغه وخت کې هم د ګڼو کورنیو او بهرنیو سیاستوالو غبرګونونه راپارولي وو