امریکا د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانگړي استازولۍ څانگه له منځه وړي

سي ان ان خبر ورکوي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د وزارت په چوکاټ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانگړي استازولۍ څانگه منځه یوسي.

د بهرنیو چارو وزیر وروسته له هغې د دغې ځانگړې استازولۍ پر منحلېدو غور کوي، چې د بهرینو چارو وزارت پر اداري جوړښت یې بیاکتنه تر لاس لاندې نیولې ده.

دغې پرېکړې ځکه اندېښنې راپارولي، چې د ځینو راپورونو له مخې د ټرمپ اداره په پام کې لري چې تر څلورو زرو تازه‌دمي ځواکونه افغانستان ته واستوي.

د تازه‌مو ځواکونو د استولو خبر داسې مهال خپرېږي، چې تمه ده د افغانستان لپاره د ټرمپ ځنډېدلې تگلاره به د راتلونکې جولای تر نیمايي پورې وروستۍ شي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دفاع وزیر جېمز مټیس ته دنده سپارلې چې د افغانستان جگړه وارزوي او واک یې ورکړی چې د ځواکونو شمېر هم وټاکي.

ټرمپ چې ټویټر کې پر څرگندونو پېژندل کېږي، د افغانستان په تړاو یې تر اوسه څه نه دي ویلي. وړمه ورځ سناتور جان مکېن د ټرمپ پر ادارې نیوکه وکړه او تور یې پورې کړ چې د افغانستان لپاره تگلاره نه لري.

له هغې وروسته چې ریکس ټیلرسن د روان کال په فبروري کې د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو، ډېره پاملرنه یې د روسيې او شمالي کوریا چاروکې وه. د ټیلرسن دغې تگلارې هغه چارواکي نهیلي کړي چې گومان کوي په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جگړه له پامه لوېدلې.

له دې سره د افغانستان په تړاو د ټرمپ افغان تگلارې اندېښنې پارولې چې گواکې د امریکا نوې ادارې د افغانستان د مسئلې پر جگړه‌ییز اواري ټینگار لري.

ډان فیلډمن چې له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۵ یې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانگړي استازي په توگه کار کړی د ټرمپ د ادارې دغه پرېکړه «لنډپارې» او د بهرنیو چارو وزارت منزوي کېدل گڼي.

دغه امریکایی ډیپلوماټ وايي: «دا پرېکړه په دې معنا ده چې اوس په بهرنیو چارو وزارت کې داسې څوک نه شته چې د ډيپلوماټیکي سټراټيژۍ پلې کېدا یې مسوولیت وي».

فیلډمین زیاتوي: «د دې ادارې له منځه وړل به دا گومان یقیني کړي چې ډیپلوماټیکي گټې تر پوځي هغو کښته دي».

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د ځانگړي استازولۍ څانگه په ۲۰۰۹ کې د ولسمشر بارک اوباما له خوا رامنځه شوه چې د څو کلونو لپاره د ریچارډ هالبروک له خوا یې چارې پرمخ وړل کېدې.