امریکا منځني ختیځ ته زر تنه نور عسکر لیږدوي

د امریکا د دفاع وزیر سرپرست وزیر پیټرک شناهان په وینا امریکا د خپل دفاع په خاطر منځني ختیځ ته زر تنه عسکر ځکه لیږي چې له ایرانه د خطر اندېښنې لري.

ایران او امریکا ترمنځ د شخړې امکانات وروسته له هغه زیات شو، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ایران له لوري د امریکا د تیلو په ټانکر حمله وشوه.