سرچينې زياته کړې، له دغو ځايونو پر افغانستان د بريدونو له امله د افغانستان او پاکستان اړيکې خرابې شوې دي
دغه څرګندونې د افغانستان د امنيت او ثبات په اړه د امريکا ددفاع وزارت په هغه راپور کې شوې چې تیره ورځ يې کانګرېس ته وړاندې کړى دى.
په دې راپور کې د ٢٠١٦ زېږديز کال د د سمبر د مياشتې له لومړۍ نېټې د ٢٠١٧ زېـږديز کال د مۍ د مياشتې تر ٣١ مې پورې د حالاتو ارزونه شوې ده.
په دې راپور کې په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې، د ترهګرو پر ضد د عملياتو، د د اعش ډلې پر وړاندې د ستراتيژۍ، د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره د امريکا او د متحدينو مرستو ته کتنه شوې ده.
دغه راز ددفاع وزارت په دې شپږ مياشتني راپور کې د افغانستان او پاکستان پر اړيکو هم څرګندونې سوې دي.
سرچينې زياته کړې، د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره د امريکا د مرستو برسېره نړيواله ټولنه هم مالي مرستې کوي.
د امريکا ددفاع وزارت په دې شپږ مياشتني راپور کې دغه راز ويل شوي، طالبان د افغانستان د نفوسو په شاوخوا ١١ فيصده باندې کنټرول لري او افغان حکومت پر ٦٥ سلنه نفوس کنټرول لري.
په راپور کې راغلي، د افغانستان امنيتي ځواکونه د ترهګرۍ پر ضد په جګړې کې له يو ډېر سخت پړاو څخه تېريږي.
سرچينې ويلي، په افغانستان کې يې پر داسې يو پلان کار پيل کړى چې هلته د ترهګرۍ پر ضد د قواوو انکشاف او موثريت ته فرصتونه برابر شي او د دغه کار د عملي کولو لپاره ٢٠١٧ کال ډېر مهم دی.
د امريکاددفاع وزارت په دې راپور کې د افغانستان امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې، چې طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې ستراتيژيکې ګټې وکړي، د داعش له ډلې سره وجنګيږي او افغان قواوې په ٢٠١٨ کال کې لا نورې قوي شي.