امریکا پر ترکیې بندیزونه ولګول

سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر پر ترکیې لګول شوی بندیزونه تایید کړي او ویلي، چې له دې بندیزونو یې موخه په شمالي سوریه کې د کردي ځواکونو پر ضد د روانو ترکي عملیاتو درول دي.

وروسته له هغې چې، ترکیې د سوریې پر شمالي ښار راس العین او ځنیو نورو سیمو بریدونه وکړل، امریکا په دې اړه غبرګون وښود او له دغه هېواد څخه یې غوښتنه وکړه، چې خپل بریدونه ودوري؛ خو ترکیې د دغو خبرو پروا ونکړه او خپلو بریدونو ته یې دوام ورکړ. اوس تازه د امریکا متحده ایالتونه پر ترکیې د بندیزونو اعلان کړی