انګليسي ژبه څرنګه زده کيږي؟

يوويشتمه پېړۍ د ساينس او تکنالوژۍ له مخې له بې ساري پرمختګونو سره مل ده،دا خبره به مو د هر چا له خولې اوريدلې وي چې ټکنالوژۍ نننۍ نړۍ په يو کلي بدله کړې او د نړۍ وچې يې په حېرانوونکي ډول سره نږدې کړې،خو که دا موضوع په ژوره توګه تحليل کړو په دې خبره به اعتراف وکړو چې په نړۍ کې د ژبو په برکت تکنالوژي هم مخ پر وړاندې ځي،اوسمهال چې د نړيوال کېدلو زمانه ده، د بهرنيو ژبو زده کړه په ټولو هېوادونو کې د وګړو لپاره بنسټيزه او اړينه موضوع ده،هره ورځ وينو چې له بېلابېلو هېوادونو څخه وګړي د سوداګرۍ،ګرځندوی،لوړوزده کړو او يا هم د کار په موخه د نړۍ مختلفو کونجونو ته خوځيږي،دوی په دې ډول خپلې تجربې او معلومات د نړۍ له نورو وګړو سره شريکولی شي چې ژبه په دې برخه کې بنسټيز رول لري چې د نويو اختراعاتو او نوښتونو سبب کېدای شي.

زموږ په ګران هېواد افغانستان کې هم ګڼ ځوانان ليدل کيږي چې د بهرنيو ژبو د زده کړې لپاره هلې ځلې کوي،په ځانګړي ډول د انګلسي ژبې زده کړه چې په افغانستان کې د بشپړ اهميت وړ او ګڼ ځوانان يې د زده کولو هيله لري،له يو لوري خو انګليسي د نړيوالو ژبو په لومړي قطار کې ځای لري له بلې خوا د بېلابېلو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره د نړۍ تر ټولو شتمنه ژبه ګڼل کيږي،نو ځکه خو د بشري پرمختګ لپاره اړينه ګڼل کيږي،زه په دې ليکنه کې تاسې ته داسې لارې درښيم،چې که يې پلي کړی سل په سلو کې د انګلسي په زده کولو کې درسره مرسته کوي او که يې هسې بابيزه وګڼئ ښايي په خپله موخه کې بريالي نشی.

په لومړي سره کې له ځان څخه پوښتنه وکړئ،چې آيا تاسې په ريښتيا غواړئ انګليسي ژبه زده کړئ؟

که مو ځواب نه و او يا د پوښتنې ځواب ته زړه نا زړه وی نو بيا هسې وخت مه ضايع کوئ او په دې ډول به تاسې هېڅ هم تر لاسه نه کړئ.

خو که مو ځواب هو و،بيا به هم د انګليسي ژبې په زده کړه ونه توانېږئ؛مه حېرانه کېږئ دا ځکه چې يوازې په هو او يا نه ژبه نه زده کيږي،دوهم ټکي ته پاملرنه وکړئ.

کلک هوډ او ملاتړل د ژبې د زده کړې لپاره تر ټولو مهم دي،نن ورځ له لاسه مه ورکوئ،دا ځکه چې همدا نن د تېرې ورځې سبا ګڼل کيږي او بيا به لاسونه مروړئ وخت به تېر وي،دريم ټکي ته پاملرنه وکړئ.

د انګلسي ژبې د زده کړې لپاره همدا نن د انګلسي ژبې د زده کړې په يو مرکز کې ګډون وکړئ،خو دا په ياد ولرئ چې په داسې مرکزونو کې ګډون هم انګليسي نشي در زده کولای،ولې؟ څلورم ټکي ته پاملرنه وکړئ.

بيا هم کلک هوډ او د وخت څخه مناسبه ګټه اخيستل ستاسې لپاره اړين دي،د انګليسي ژبې د زده کړې لپاره د ژوندانه د نورو چارو په شمول يو منظم مهالوېش جوړ کړئ.

هره ورځ په خپل وخت د انګليسي ژبې د زده کړې مرکز ته ځان ورسوئ.

په دې بهير کې هغه ملګري درسره يو ځای کړی چې تاسې ورسره خپلواک بنډار کولی شی او هغوی هم د ژبې د زده کړې هوډ کړی وي،داسې نه چې په يوه اونۍ کې مو يوازې پريږدي او په دې ډول ستاسې زړه هم مات کړي.

هغه څه چې ښوونکی يې په ټولګي کې درته وايي،په ښه توګه يې زده کړئ او په دې برخه کې تمرين وکړئ؛يعنې د هغوی ليکل او سم تلفظ زده کړئ.

که تاسې د انګليسي ژبې زده کړه له لومړيو پړاوونو څخه پيل کړې وي،خپلې کمزورتيا ته مه اندېښمن کېږئ د وخت په تېرېدو به په ځان کې يو حېرانوونکی مثبت بدلون وګورئ.

هڅه وکړئ چې انګليسي کتابونه،مجلې او اخبارونه ولولئ،دا کار به د انګليسي ژبې په چټک لوستو کې درسره مرسته وکړي.

مهالوېش مو داسې برابر کړئ چې يو ساعت پکې د انګليسي ژبې لوستنه،يو ساعت د انګليسي ژبې اورېدنه (د ويډيوګانو او غږيزو مسېجونو اورېدل) ،يو ساعت په کې د کورنۍ دندې سرته رسول او يو ساعت پکې له خپلو ملګرو سره په انګليسي خبرې کول شامل وي،دا پرېږدئ چې څه ګډې وډې مو له خولې وځي،هر څه چې واياست ويې واياست،ورو ورو به مو ژبه د انګليسي لهجې سره جوړښت ومومي.

اړينه نه ده چې تاسې پرلپسې ستړيا وګالئ بلکې بېلابېل وختونه ورته غوره کړئ خو خامخا دا کار وکړئ.

په ليکنو کې د وړتيا د ترلاسه کولو لپاره هم سخت تمرين ته اړتيا ده،يو لغت يا کلمه په لسګونه ځله د کاغذ پر مخ وليکئ،د ګرامر زده کړه ستړيا غواړي،زيار وګالئ او په انګليسي ژبه ډېر څه وليکئ.

ټولګي ته له رسېدو سره سم له ملګرو سره په انګليسي روغبړ وګړئ،له درس وروسته له ملګرو سره ګډ تمرين وکړئ يعنې هغه څه مو چې لوستلي له ملګرو سره ورباندې خبرې وکړئ.

د پلي تګ پر مهال هم انګليسي ژبه وکاروئ،مهمه نه ده چې تاسې په سمه بڼه انګليسي وواياست،د اړتيا پر مهال پښتو او دري کلمات هم کارولی شی،په ياد ولرئ که په دې کار شرمېږی بيا نو د انګليسي ژبې زده کړه درته ستونزمنه ده او د پام وړ پايله به تر لاسه نکړای شئ.

که انټرنېټ لرئ د انګليسي ژبې د زده کړې پاڼې وپلټئ،هلته به د انګليسي ژبې د زده کړې ښکلې ويديوګانې او غږيز پيغامونه ومومئ،همداشان انګليسي خبرونه،مجلې او ورځپاڼې هم د لوستلو لپاره موندلی شئ.

که مو انټرنېټ ته لاسرسی نه درلود له خپلو شاوخوا ملګرو څخه د انګليسي ژبې د ويډيوګانو غوښتنه وکړئ،داسې ځانګړې ويډيوګانې شته چې د انګلسي ژبې د زده کړې لپاره چمتو شوې هغوی به له تاسې سره خامخا مرسته وکړي.

هر ورځ د ويډيوګانو د کتلو لپاره مناسب وخت غوره کړئ او هڅه وکړئ چې يوه ويډيو څو څو ځله واورئ،تر څو د کلماتو له تلفظ او ادا کولو سره ښه بلد شئ.

لنډه دا چې که په هر ډول کيږي انګليسي ژبې ته ځان ورلنډ کړئ او نږدې اړيکې ورسره وپالئ،ګنې هسې وخت ورباندې مه تېروئ.

حامد اکبري