ایراني ځواکونو خلیج کې د تېلو دوه برتانوۍ بېړۍ ونیولې

ایراني رسنۍ وایي، د دې هېواد د انقلابي ګارډ ځواکونو جمعه ناوخته د خلیج په اوبو کې د برتانیا د تېلو دوه لېږدوونکې بېړۍ یا ټانکرونه ونیول. وروستي رپوټونه وایي چې یوه بېړۍ بېرته پرېښول شوې خو دویمه د ایران پر لور روانه کړل شوې.

لندن کې د برتانیا حکومت د جمعې په ماسخوتن د “کوبرا” په نامه د کابینې بېړنۍ غونډه رابللې وه چې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د یوې بېړۍ څښتنه اداره  سټینا امپېرو  وایي، بېړۍ یې د سعودي عربستان پر لور روانه وه، خو دوی اوس ورسره اړیکه نه شو ټینګولی.

یاد شرکت وایي په بېړۍ کې ۲۳ تنه عمله هم سفر کولو او د هرمز تنګي ته نږدې د ناپېژانده کوچینو کښتیو او جنګي چورلکې لخوا درول شوې ده.

د دویمې مسدار نامي بېړۍ شرکت وایي چې د دوی بېړۍ ته په وسلو سمبال سمندري ځواکونه ور ختلي وو، خو اوس پرېښودل شوې چې خپل عادي مزل ته دوام ورکړي.