ایران د ورځې یو زر او دوه سوه ناقانونه افغان کډوال هېواد ته رالېږي

دا خبر د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا پرون خپور کړی دی.

ایرنا د تایبا د ښار د کډوالو د چارو د رئیس محمد عجمي په حواله لیکلي، دا هغه افغانان دي چې د اسنادو د نشتوالي له امله نیول کېږي او بیا د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته استول کېږي.

د خبر له مخې په دوغارون بندر کې چې اتیا سلنه افغانان ترې بېرته خپل هېواد ته استول کېږي، خلکو ته د خدمتونو د رسولو پروسه دوه چنده چټکه شوې ده.

په ورته مهال د کډوالو نړیوالې ادارې ویلي چې له روان کال تردې دمه درې لکه او ۶۰ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته لېږل شوي، چې ډېره برخه یې په اجباري توګه له ایرانه ایستل شوي افغانان دي.