ایر انډیا هوايي شرکت کپیل شرما ته لیکلی اخطار ورکوي

ایر انډیا هوايي شرکت کپیل شرما ته د سفر پر مهال د سونیل ګرور سره د لانجې په سر په لیکلي ډول اخطاریه ورکوي.

ټایمز اف انډیا لیکي، چې د ایر انډیا هوايي شرکت پرون دوشنبه رسنیو ته ویلي، چې لیکنیزه اخطاریه یا warning letter به د ددې اونۍ تر پایه کپیل ته ولیږي.

سرچینې وايي، چې د استړلیا څخه ډهلي ته د ایر انډیا د پرواز پر مهال کپیل شرما په خپل همکار سونیل ګرور باندې د بوټ ګوزار کړی؛ هغه يې څو څپیړې وهلی او سپکه ژبه يې ورته کارولې ده.

کپیل شرما چې ویل کیږي، د پیښې پر مهال نشه و، په رسمي ډول په خپل ټویټر او فیسبوک پاڼه له سونیل ګرور څخه بخښنه غوښتې ده.

داسې ګنګوسې دي، چې سونیل ګرور ممکن نور د کپيل شرما شو ته ورنشي او دغه پروګرام نور پریږدي.

ایر انډیا کپیل شرما ته د اخطار ورکول دا خبره پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې د هندوستان د رویندرا ګیکواډ پارټۍ مشر شیو سینا د یاد شرکت په یو ۶۰ کلن مدیر باندې د څپلو ګوزارونه کړي.

اوس د هند دا لوړ رتبه مشر د هند د ۶ هوايي شرکتونو بلک لیست کړی دی.