بلخ کې دري تنه د نامعلومه وسله والو په برید کې وژل شوي

د بلخ امنیتي چارواکي وایي، پدغه ولایت تیره شپه درې تنه د نامعلومه وسله والو په برید کې وژل شوي دي.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل رسنیو ته ویلي چې په وژل شویو کې د محمداشرف په نامه د چرګانو د ساتنې د یوه فارم څښتن او دوه کارګر یې شامل دي.

د پېښې مسولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.