بنگله دېش په لومړۍ یوې ورځنۍ لوبه کې سریلانکا ته په ۹۰ منډو ماتې ورکړه

د بنگله دېش او سریلانکا تر منځ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه د بنگله دېش په بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې سریلانکا له بنگله دېش څخه په ۹۰ منډو ماتې وخوړه، د لوبې پچه سریلانکايۍ لوبډلې وگټله او ډگر ساتنې پرېکړه يي وکړه.

بنگله دېش ټاکل شوو پنځوس اورونو کې پنځه لوبغاړي په سوځېدو د تمیم اقبال، شکیب الحسن او شبیر رحمن پیاوړې توپ وهنې سره ۳۲۴ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې تمیم اقبال په ۱۴۲ توپونو د پنځلسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۲۷، شکیب الحسن په ۷۱ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۲ او شبیر رحمن په ۵۶ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۵۴ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

سریلانکا لپاره لکمل دوه او کومارا او سنډاکن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

سریلانکايۍ لوبډلې ځوابي توپ وهنې کې په ۴۵٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۳۴ منډې جوړې کړې او د ۹۰ منډو په ستر توپیر يي ماتې وخوړه.

د سریلانکا لپاره چندیمل په ۷۰ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۵۹ او پرېرا په ۳۵ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۵ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

بنگله دېش لوبډلې لپاره مستیفض الرحمن ۳، مشرفي مرتضی او مهدي حسن دوه دوه او تسکین احمد او شکیب الحسن یوه یوه وېکېټه واخیسته.