بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول ارزښتمن بولي

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان سیاسي ماموریت د يو کال پرځای شپږ میاشتې تمدید شو، اوس د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان نړیوال شریکان په راتلونکې کې د دغه ماموریت تمدید خامخا په نظر کې نیسي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي رسنیو ته ویلي ، يوناما يا د ملګرو ملتونو د سازمان مرستندویې ادارې په افغانستان کې يو لړ مهم کارونه کړي او د کار دوام ته یې په دغه هېواد کې اړتیا لیدل کېږي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا د هغه څه له امله چې د امریکا او چین ترمنځ اختلافات بلل شوي، په افغانستان کې د خپل ماموریت دوام د يو کال پرځای د شپږو میاشتو لپاره تمدید کړی دی.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازې عادلې راز په دغه هېواد کې د شپږو میاشتو لپاره د دغه سازمان د ماموریت تمدید د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې په دغه موده کې هڅه کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ماموریت اغېزمن او خدمتونه يې پراخ شي.

د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره هڅې، د هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو رامنځته کول، د اقتصادي برخو بیارغاونه، له اداري فساد او نشه یي توکو سره مبارزه، د بشري حقونو خوندیتوب، له جګړو مخنیوی او يو لړ نور مسایل د ملګرو ملتونو د سازمان له اصلي فعالیتونو څخه دي.