نن ماښام شاوخوا اته بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند بیز اکمالاتي سیمه کې په یو مارکیټ کې د ساحل په نوم د مبایلو په دوکان کې ځای پرځای شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله یي دوه تنه برسیرن ټپیان دي
ځایي اوسېدونکو انعکاس ته ویلي چې د چاودنې وروسته دوکان اور اخېستې اوبشپړ ډول سوزیدلی او سیمې ته اطفایې رسېدلی او اور یی مړ کړی دی
د پېښې مسولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.