به بې ثباتي کې ګټه د چا او تاوان د چا دی؟

لیکنه : سراج منور

پرون مې په یوه میلمستیا کې یو لوی سوداګر ولید. ویل یې په دوبۍ کې لوی کاروبار لري او دې ته تیار دی چې د افغانستان د مرمرو په صنعت کې هم خپله سرمایه ګذاري وکړي او هم نور دې تیار کړي چې پانګونه وکړي. ده وویل، یوازې چین دې ته تیار دی چې له افغانستان څخه د کال د پنځه سوه میلیونو ډالرو په ارزښت مرمر وارد کړي. د ده په قول، په همدې اندازه مرمر د سیمې نورو هیوادونو هم پکار دي. د سوداګر په قول، سږ کال د افغانستان ټول صادرات شپږ سوه میلیونه ډالره وو خو که یوازې زموږ مرمر د صادراتو امکان پیدا کړي نو یو میلیارد ډالر اسعار به ولرو.

ما ورته وویل، حاجي صاحب خبرې خوږې کوې خو بسم الله کړئ، سرمایه ګذاري وکړئ؟

ده وویل: په کوم اعتبار؟ په یوه وطن کې چې هره شپه د مرګ خبرونه اورو، سرمایه ګذاري مشکله ده.

ده رشتیا ویل. دی ولې د دوبۍ ارام ژوند پریږدي او خپله سرمایه افغانستان ته راوړي چې جنګ پکې روان دی.

حاجي وویل: د جنګ تاوان یوازې دا نه دی چې خلک غریب او در په دره پاتې دي، بلکې لوی تاوان یې دا دی چې جنګ د راتلونکو نسلونو روزي هم په خپله خېټه کې اچوي. د ده په قول، په افغانستان کې د ناامنیو په علت قاچاقبرو او غاصبانو ته زمینه برابره ده چې په غرونو کې د مرمرو کانونه په غیرفني طریقه استخراج کړي او د بمونو په ذریعه د یوه ټن مرمرو د تر لاسه کولو لپاره سلګونو ټنه نور مرمر ضایع کړي.

زموږ اکثره خلک د بیګا ډوډۍ نه لري. پنځلس کلن هلکان چې باید تعلیم وکړي، د غریبي په وجه ایران او نورو ځایونو ته ځي چې یوه ګوله ډوډۍ وګټي او هلته بیا په هیروینو او سلو نورو لانجو اخته شي.

په یوه داسې وطن کې چې په زرګونو کانونه پکې دي، او د زراعت لپاره په میلیونونو هکتاره خاوره او په میلیاردونو متر مکعبه اوبه لري، د ډیر افسوس خبره ده چې خلک یې دومره بې وسه او بې چاره وي.

دغه بیچاره ګي د چا له لاسه ده؟ د جنګ له لاسه. او په جنګ کې د چا ګټه ده؟

په جنګ کې که د هر چا ګټه ده خو د دې وطن د نهه نوي فیصده اوسیدونکو پکې سراسر تاوان دی. که طالب خبرو ته نه حاضریږي یا حکومت ناغېړۍ کوي، یا بل هر څوک جنګ اوږدوي، له افغانستان او افغانانو سره بې حده ظلم کوي. طالب که رشتیا غواړي چې سبا په افغانستان کې د عزت ژوند ولري او د افغانستان په عام ولس یې عزت او کراري لوریږي نو ورته پکار ده چې خبرو ته کښېني او خپلې غوښتنې د سولې له لارې او د خبرو له لارې تر لاسه کړي.

امریکا وایي څو پورې په افغانستان کې د نظام خلاف جګړه وي، زه به خپل عسکر ساتم، نو طالب که رشتیا غواړي چې امریکایي عسکر لاړ شي، پکار ده چې په ښکاره ووایي چې زه له خپل ولس او د افغانستان له حکومت سره جنګ نه کوم او د خارجي عسکرو د وتلو د تقسیم اوقات په اړه خبرو ته تیار یم.

که څه هم داعش د افغانستان د خلکو لپاره یو بل غم دی خو هغه د طالب په نسبت کوچینی قوت دی او ډیرې محدودې سیمې یې په لاس کې دي چې که طالب د افغانستان د خلکو له بدبخته کولو لاس واخلي او توجه د داعش ځبلو ته متمرکزه شي  نو د داعش ختمول اسانه دي خو که برعکس، طالب خپل بې فایدې جنګ ته ادامه ورکړي نو نه یوازې به د افغانستان د خلکو بدمرغي ادامه ومومي بلکې طالب به ورو ورو په داعش بدل شي او لانجه به لا پیچلې شي. همدا نن نن مې په خبرونو کې واورېدل چې په جوزجان کې شاوخوا پنځه ویش زره ماشومان په دې وجه له درسونو محروم شوي دي چې په سیمه کې یې داعش نفوذ کړی دی. جنګي ډلې غیر له قتل و قتاله او د ملتونو له بدمرغه کولو بل هیڅ پیغام او مرام نلري او نه یې لرلای شي.