تالب جان ته ! نطم : تالیب جانه که ته نه وای

دا پردۍ جګړه به وه

موږ به دومره ذلیل نه وو

په خپل کور، شکور به ماړۀ وو

جوماتونه به اباد وو

مکتبونه به د زدکړې مراکز وو

کتابونه په خاورو خړ، پړ نه وو

تالب جانه! که ته نه وای

نصابونه به له خرې دښمنۍ پاک وو

د بابا په ټوپک چا جهاد کولو؟

او تېره توره به چا له تېکي ویسته؟

تالب جانه! که ته نه وای

د ملي اُردو سرباز به

په رڼا کور ته راتللای

ماشومان به یې سینې پورې نیولای

مازیګر به په پټیو ګرځېدلای

زراعتۍ غوا ته به یې شنه جوار را رېبلای

او غواګانو به ښې ډېرې پۍ (شېدې) کولای

تالب جانه! که ته نه وای

پُلچکونه به ویجاړ او بدرنګ نه وای

سړکونه به پاخه وای

ناروغان به په خپل وخت ډاکټر ته تللای

تالب جانه! که ته نه وای

واره ګړي به له یوم سره په شپه کې

د خوړ خړې اوبه خپل فصل ته وړلای

او سپوږمۍ ته به یې ډېرې ټپې کړلای

تالب جانه! که ته نه وای

انتونه به د بام په سرو نېغ وو

کلیوال به د کرېکټ مېچ ته راټول وو

د وطن د ګټې خوند به یې څکلای

تالب جانه! که ته نه وای!

موبایلونه به له مستو ټپو ډک وو

فېسبوکونو کې به ډېر خلک فعال وو

مسېنجر باندې به دوه مین کنټکټ وو

مسافرو به ارزانه زنګ وهلای

تالب جانه! که ته نه وای

جنګ به نه و

زموږ هوجرې به وای له ښو یارانو ډکې

وی تر نیمو، نیمو شپو به بنډارونه

خنداګانې به اسمان ته رسېدلای

او خوښۍ به موږ ته غاړه راکولای

تالب جانه!

ته پوهېږې؟ ستا د لاس ټوپک پردی دی

په نلۍ کې یې سیکه د بل د کور ده

ستا په ذهن کې پرته سوژه د بل ده

ستا له شره بوره شوې هره مور ده

تالب جانه! بس دی سوال درته کوومه

برناحق دې له خپل سر شیندلو تېر شه

دغه سر دې د وطن په ننګ کړه خاورې

له بې ځایه شرارت کولو تېر شه