جرمنې له افغانستان سره ۶۶ مېلیونه ډالره مرسته کوي

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې دغه پیسې به د ښې حکومتولۍ، پایدار اقتصادي پرمختګ، ښاري پراختیا او د ښاروالۍ د بنسټيزو پروژو په برخه کې لګول کېږي، سرچینه کاږي چې المان د دغه مرستې په بدل کې په افغانستان کې د فساد ورکېدل، اصلاحاتو راوستل، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالۍ کمول او د کانونو د استخراج په برخه کې د شفافیت راوستو غوښتنه کړې ده.

جرمني بیا د دغه مرستې تر څنګ ویلي، چې دوی له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ کال پورې ۴۸۵ میلیونه ډالر کلنۍ مرستې ته ژمن دي.