د ځایي خلکو په وینا، د یاد درې لارې مرکزي برخه څو کاله وړاندې نړول شوې؛ خو تر اوسه پورې یې د جوړېدو لپاره اقدامات ندی شوی.
بلخوا د ټولګټو چارو ریاست سرپرست رییس انجنیر محمد کریم ددې ستونزې د ژر حل ډاډ ورکوي.
دلته ځای خلک وایي، بد بويي یې نور ستړي کړي او له زیاتې مودې راهیسې دا ستونزه موجود ده.
دوی له اړوندو چارواکو د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
د دې سیمې د اوسېدونکو په وینا دا درې لارې د شهید قاسم په نوم نومول شوی او حکومت غوښتل، چې دا لاره بیا له سره ورغوي؛ خو تر اوسه پدې چاره کې پاتي راغلي.
د ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست سرپرست انجنیر محمد کریم وایي، ددې درې لارې د پراخوالي لپاره بودیجه په نظر کې نیول شوې او په نوي ۱۳۹۸ کال کې به یې د سړک له جوړېدو سره سمې چارې پیل شي.
د خلکو باور دا دی چې ډېر کله حکومت د یو شمېر پروژو د پلي کولو خبر ورکوي؛ خو د وخت په تېرېدو سره په یادو ژمنو کې پاتي راځي.
دوی له حکومته غواړي؛ چې له ولس سره کړې ژمنې ترسره او عملي کړي.