چاودنه نن مازیګر شاوخوا ۴ بجي د جلال اباد ښار لومړی ناحيې اړوند موټر شويي په سيمه کې د امنيي قوماندانۍ په رنجر موټر باندې د سرک دغاړې ماين چاودنه کړې د امنيي قوماندانۍ ویاند فرید خان وايي، چې په یاده چاودنه کې ۳ پولیس ټپیان شوي دي .
خوعيني شاهدان بیا وايي، چې چاودنه د محلي پوليسو په رنجر موټر شوې درې پوليس او يو ملکي وګړى په کې ټپيان شوي دي.
بل طرف ته بیا د ننګرهار حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر وايي، چې د پېښې له ځايه پنځه تنه ټپيان وروړل شوي چې په وينا يې ټول پوليس دي.
د معلوماتو له مخې د پېښې په سيمه کې يو بل ماين هم ځای پر ځای شوی و چې د امنيه قوماندانۍ د پوليسو انجينرۍ ټيم له لورې چاودنه ورکړل شوې ده.