جلا وطني او په مورنۍ ژبه د زده کړو ربړې

لیکنه: څیړندوی رفیع الله نیازی

لنډيز :

د بشري ټولنو تاریخ تل له کډوالیو سره مل و، ډېرو انسانانو له بشري ناورینونو څخه د ژغورنې او د نېکمرغه ژوند په لټه خپلې سیمې پرې ايښي او نورو سیمو ته کډوال شوي دي. افغانان هم د بشري ټولنې د یوې برخې په توګه د نړۍ نورو سیمو ته د کډوالۍ اوږد تاریخ لري او په تېرو نژدې دریو لسیزو کې خو د نړۍ په کچه د دوی د کډوالو شمېر تر هرچا ډېر و. د افغان جهاد پرمهال ډېر افغانان ګاونډیو ملکونو او لږ شمېر يې اروپايي او د نړۍ نورو هېوادونو ته کډوال شول؛ خو د مجاهدینو، طالبانو او د بون تړون پر بنسټ د جوړو شویو حکومتونو په دوره کې ډېرو افغانانو اروپا، استرلیا، امریکا او نورو سیمو ته هجرت وکړ او دا لړۍ لا تر اوسه پورې روانه ده. کډوالي چې له هر اړخه وڅېړل شي خورا ډېرې ستونزې لري؛ خو د نوي مهاجر نسل بنسټيزه ستونزه د هویت او مورنۍ ژبې د ژوندي ساتلو او بقا مسله وي. په دې لیکنه کې موږ پر دې غږېږو، چې د اروپا په دوه ژبیزو، څو ژبیزو او ګڼ ژبيزو هېوادونو کې افغان کډوال څه ډول کولای شي د مورنۍ ژبې د لیک لوست زده کړې تر څنګ خپل افغاني هویت هم ژوندی وساتي؟

د ژبپوهنې او ټولنپوهنې (Socio–Linguistics) د ارونو پر بنسټ په ټولیز ډول اروپا یوه ګڼ ژبیزه ټولنه (Multilingual Society ) ده، چې په ډېرو هېوادونو کې يې د څو ژبو ار ویونکي مېشت دي او ډېر کم داسې هېوادونه به پکې وي، چې هلته یوه یا دوه ژبې دودې وي. که څه هم په ځینو اروپايي هېوادونو کې بشري حقونو ته د درناوي په نامه او د بېلابېلو ژبو د ارو ویونکو د غوښتنو او د دوی د ژبو د ژوندي ساتلو لپاره په ګڼو ژبو کې کوچنیانو ته په مورنۍ ژبه (Mother Tongue) د زده کړې زمینې برابرې شوي او د اړوندو هېوادونو بومي وګړي کولای شي په مورنۍ ژبه د زده کړو له لارې هم خپله ژبه ژوندۍ وساتي او هم خپل تاریخي هویت. خو دا اسانتیاوې تر ډېره بریده یوازې د هغو وګړیو لپاره دي، چې د هماغو هېوادونو ار اوسېدونکي دي او ژبې یې د دغو هېوادونو په اساسي قوانینو کې د ملي، رسمي او یا نیمه رسمي ژبو حیثیت لري؛ خو هغه ماشومان چې کورنۍ یې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي په مورنۍ ژبه د زده کړو اسانتیاوې نه لري. زما په اند ددې خبرې دوه ستر لاملونه دي، یو خو دغه مهاجرین د یوې ژبې ویونکي نه دي او په یوه سیمه کې مېشت هم نه دي، چې په مورنۍ ژبه يې د زده کړو چاره برابره شي. دویم بنسټیز لامل یې دادی، چې اروپايي هېوادونه کډوال ددې لپاره مني، چې د دوی له فزیکي ځواک څخه په راتلونکي کې د خپلو هېوادونو د ابادۍ لپاره کار واخلي او ورسره دا چې د ویستفالیا له تړون وروسته د ( Nation State) پر بنسټ د هېوادونو د جوړېدو بنسټیزه موخه نشنلېزم و، یعنې هېوادونه د قامونو پر بنسټ جوړ شول، په هر اروپايي هېواد کې چې د کوم اتنیک وګړي ډېر وو د هماغه اتنیک په نامه ونومول شول. سره له دې چې له دوی سره په څنګ کې لږکي هم وو او اوس هم څه شته، خو د وخت په تېرېدو ډېرو بومي اروپايي مېشتو لږکیو د پیاوړو فرهنګي ژبو د پرمختګ، رسمي او سیاسي ځواک له امله نه یوازې خپلې مورنۍ ژبې له لاسه ورکړې، بلکې د تل لپاره يې تاریخي هویت هم پای ته ورسېده. د اندو-اروپايي ژبکورنۍ (Indo-European Languages Family)په سلاویک،سلتیک، بالتیک، جرمانیک او نورو هغو ژبښاخونو کې چې ژبې یې په اروپا کې دودې دي، ډېرې داسې ژبې وې، چې د تېرو دوه پېړیو په بهیر کې له منځه ولاړې، نو د لږکیو د ژبو په اړه د اروپايي هېوادونو ددغه ډول حالت په اړه ویلای شو، چې دوی نه غواړی کډوال دې په اروپا کې خپل هویت ژوندی وساتي بلکې غواړي، چې اروپايي او په ځانګړي ډول د کوربه هېواد هویت خپل کړي، ځکه خو دوی د کډوالو نوي نسل ته ډېره پاملرنه کوي. ستونزه که په هر اروپايي هېواد کې د بېلابېلو هېوادونو او د بېلابېلو ژبو د ویونکو تیت او پاشلی شتون وي او که د کوربه هېوادونو نشنلېزم چې غواړي خپل ار هویت وساتي، خو کډوال ماشومان پکې په مورنۍ ژبه د زده کړو له اسانتیاوو څخه محروم دي.

په ګڼ ژبیزو هېوادونو کې د کډوالو کورنیو اندېښه دا وي، چې ماشومان يې پر یو وخت ډېرې ژبې نشي زده کولای او د ډېرو ژبو زده کړه د دوی د ذهني ودې مخه نیسي، نو پکار ده چې لومړی د کوربه هېواد د ښوونځیو رسمي ژبه یا ژبې زده کړي او بیا د مېشتځای د چاپیریال ژبه، چې وکړای شي په راتلونکې کې پرې د خپل ژوندانه ستونزې حل کړي. دغه ډول فکر ددې لامل ګرځي، چې کډوال ماشومان په لوی لاس په مورنۍ ژبه د لیک لوست له زده کړې محروم شي، خو ایا دغه ډول اندېښنه پر ځای ده، که نه ؟

ددې پوښتنې ځواب باید په ژبپوهنه، ښوونپوهنه او ارواپوهنه کې ولټول شي. ژبپوهنې، ښوونپوهنې او ارواپوهنې دا ازمايلې او په زباد یې رسولې، چې تر نهه کلنۍ پورې د دويمې ژبې زده کړه د ماشوم پر ذهني، په تېره فکري وده، پرمختيا او پياوړتيا پوره اغېز ښندلای شي، ځکه د يوه ژبني سېستم پر ځای يې په ذهن کې دوه ژبني سیستمونه یوځای وده کوي. له نهه کلنۍ وروسته ماشومان کولای شي ان درېيمه ژبه هم د خبرواترو يا د ښوونې او روزنې له لارې زده کړي او وروسته که وغواړي، وړتيا او لېوالتيا ولري، څلورمه، پنځمه او ورپسې نورې ژبې هم يادولای شي.

د ژبپوهنې (Linguistic ) او ارواپوهنې ( Psychology) څېړنو دا ثابته کړې هغه ماشومان چې دوه یا درې ژبې یې زده وي له هغو ماشومانو چې یوه ژبه يې زده وي، ډېر خلاق او د پېچلیو مسایلو په حل کې هم تکړه وي. دوه ژبي ماشومان خلکو او سرچینو ته ډېر لاسرسی لري. دوه ژبو او څو ژبو انسانانو ته د کار زمینې ډېرې برابرېږي. دوه ژبې والی کله هم د بلې ژبې د زده کړې د ځنډ او خنډ لامل نه ګرځي او دا ولسي خبره خو به مو ارو مرو اورېدلې وي، چې که د چا یوه ژبه زده وه یو انسان دی، که دوه ژبې يې زده وې دوه او که ډېرې ژبې يې زده وي، نو د ډېرو انسانانو وړتیاوې پکې وي. یعنې انسانان کولای شي په یوه وخت څو ژبې زده کړي، د ساري په توګه : د کابل، ننګرهار، غزني او کندهار هندوان او سېکان افغانان پر خپلو مورنیو ژبو هندي يا پنجابي سربېره په پښتو او دري ژبه هم ښې روانې خبرې کوي او د خوست هندوان خو د پښتو ژبې په بېلابېلو ګړدونو هم خبرې کولای شي. یا د هندوستان مسلمانان، چې مورنۍ ژبې يې اردو یا هندي دي، خو په ښوونځي کې په دیوناګري رسم الخط هندي زده کوي، انګریزي هم زده کوي او دیني زده کړې په عربي رسم الخط زده کوي، یعنې یو لوستی هندوستانی مسلمان کولای شي په عربي رسم الخط اردو او عربي ولیکې او یا یې متون ولوستلای شي، ورسره پارسي متون هم ولوستلای شي، په دیوناګري رسم الخط هم هندي لیکي او هم يې ویلای شي او د دیوانګري لیکدود د زده کړې له برکته د هندوستان ډېرې نورې هغه ژبې هم لوستلی شي، چې په دغه لیکدود لیکل کېږي او ورسره انګلیسي هم لیکلی، لوستلای او ویلای شي. دې ورته په نړۍکې د څو ژبو د زده کړو نورې ډېرې بېلګې هم شته، چې انسانان کولای شي په یوه وخت څو ژبې زده کړې، یعنې که امکانات وي د یوه هېواد یوه یا دوه رسمي یا چاپيریالي ژبې د کډوال ماشوم د مورنۍ ژبې د لیک لوست د زده کړې مخه نه شي نیولای. دې خبرې ته هم باید اشاره وکړو په هغو څو ژبيزو ټولنو کې چې په کور کې یوه ژبه وي، چاپيریال کې بله ژبه وي، ښوونځي کې یوه یا دوه نورې ژبې وي، نو رسمي، واکمنې، فرهنګي او کاروباري ژبې نورې ژبې تر اغېز لاندې راولي او ددغه اغېز په پایله کې د کمزورو مورنیو ژبو نږه والی او سوچه والی پر خپل حال نه پاتې کېږي، د واکمنو ژبو کلمې، اصطلاحات او نور ژبني توکي کمزورو ته ژبو ته ورننوځي او که دا چاره همدغه ډول پايښت ومومي کمزورې ژبې ورسره له منځه ځي.

مورنۍ ژبه هغه ژبه وي، چې یو انسان يې په خپل چاپيریال کې د لومړي ځل لپاره زده کوي او له زده کړې سره يې دا هويت پیداکوي؛ چې څوک دی، له خپلوانو، سیمې او نړۍ سره څه اړیکې، رشتې او پيوندونه لري. د خپل ځان او نورو په وړاندې څه مسوولیتونه او دندې لري او بالاخره له تېر، اوس او راتلونکي مهال سره کومې نسبې او نسبتي اړیکې لري.

د مورنیو ژبو زده کړې او پرمختګ د ملتونو فرهنګي اصالتونه ژوندي ساتلي دي، ځکه خو مورنۍ ژبې د ملتونو د تاریخ هندارې ګڼل کېږي. ددنیا د ټولو ژوندیو قامونو د ژوندي پاتې کېدو تر ټولو مهم راز د هغوی د مورنيو ژبو ژوندي پاتې کېدل په ګوته شوي؛ یعنې هر قام چې ژبه له لاسه ورکړي، هغوی خپل تاریخ، هویت او کلتور له لاسه ورکوي او د نړۍ په تاریخ کې د مړو قامونو کندې ته ورغورځي. نن سبا چې ګڼ افغانان په لوېديځ کې ژوند کوي د دوی نوی نسل له افغاني فرهنګه لرې د یوه نا اشنا او جلا فرهنګ په سیوري کې لویېږي، نو د خپل هویت او فرهنګ ساتلو لپاه باید څه وکړي؟ ځکه کله چې کډوال ماشوم په ښوونځي کې شامل شي، ځان ورته له خپلو نورو ټولګیوالو سره یو شان ښکاري، خو کله چې ستر شي او تحصیل کوي، که په هغه ټولنه کې ونه منل شي له سختو اروايي ستونزو سره مخامخېږي، دا انسان نور ځان د هغې ټولنې برخه نه شمېري. ځکه یو انسان چې د هویت له بحران سره مخامخ شي، نشي کولای خپل تېر ارزښتونه وارزوي او نه داسې ارزښتونه خپلولی شي، چې د هغې په رڼا کې په خپلواک ډول خپله راتلونکې وسنجوي، خو که مورنۍ ژبه يې زده وي او له بېلابېلو لارو له خپلو خپلوانو، هېوادوالو او همژبو سره اړیکې ولري، نو دغه چاره یې له خپلې ژبنۍ ټولنې سره تړي او له رواني ستونزو خلاصېږي. د انسان هویت د مورنۍ ژبې له زده کړې سره تړلی او له دې پرته د هویت مسله هېڅ معنا نه لري. د مورنۍ ژبې زده کړه د پلرني هویت او د (وګړییز، کورنۍ، ملي، دیني، ټولنیز، فرهنګي او تمدني هویت) د ژوندي ساتلو مهمه او ارزښتمنه لاره ده، نو کډوال ماشومان څه ډول کولای شي، په اروپا کې د کوربه هېوادونو د ژبو له زده کړې سره سره په خپله مورنۍ ژبه هم لیک لوست وکړای؟

دا د تقدیر پرېکړه ده، چې د مورنیو ژبو لومړنۍ ښوونکې میندې دي او له همدغه امله ورته مورنۍ ژبې هم وايي، ځکه د ماشومانو د ژوند د لومړنیو دریو کلونو چاپیریال د مور مهربانه غېږ وي. نالوستې میندې دې هڅه وکړي په هر قیمت چې وي له خپلو ماشومانو سره په کور کې په خپله ژبه خبرې وکړي. که میندې لوستې وي، نو لږ تر لږه دې د ورځې یو ساعت خپلو ماشومانو سره د خپلې ژبې د لیک لوست په زده کړه تېر کړي. دا مسوولیت د کورنۍ نارینه وو هم دی، چې هم له خپلو ماشومانو سره په خپله ژبه خبرې وکړي او هم ورسره د لیک لوست په زده کړه کې مرسته وکړي. په دې برخه کې کولای شي د افغانستان د پوهنې وزرات د نصاب له دودو کتابونو څخه ګټه واخلي ، چې ددغه وزارت په ویبسایټ کې په پښتو او دري دواړو ژبو شته .

له ډيلي مېشتو افغان کډوالو څو تنو شخصي ښوو نځی جوړ کړی پخپله او ځینې نور افغان کډوال يې د استادانو په توګه ګومارلي او د افغانستان د ښوونځیو نصاب پکې تر یوه بریده لوستل کېږي، نو که د اروپا د کوم هېواد په کوم ښار کې د افغان کډوالو شمېر ډېر وي، کولای شي د ډیلي له تجربې ګټه واخلي چې هم بزنس دی او هم د مورنیو ژبو د زده کړې معقوله لاره .

په ټوله نړۍ کې د باندنیو ژبو د زده کړې معمول لاره د ژبو کورسونه جوړول دي، یو کابل مېشتی پشه يي، ازبک، نورستانی یا بل افغان چې پر خپلې مورنۍ ژبې سربېره په ښوونځي او چاپیریال کې پښتو او دري ژبې زده کوي او د ښوونځي له وخت وروسته د انګریزې ژبې زده کړې ته کورس ته ورځي، نو اروپايي مېشتي کډوال هم کولای شي، د کورسونو له لارې خپلو ماشومانو ته مورنۍ ژبې ورزده کړي. ښوونځي او کورس د ژبو د علمي زده کړې تر ټولو غوره ځایونه وي.

که قانوني ستونزه نه وي، نو که د اروپا د کوم هېواد په یوه ښار یا سره نژدې سیمه کې د افغان کډوالو شمېر ډېر وي، دوی باید د اړوند ښار د ښوونې او روزنې له مسوولینو سره خبرې وکړي، چې د دوی په ښوونځیو کې د پښتو یا دري یو ایکسټرا مضمون ومني، د استادانو په اړه وړاندیز دادی، چې تنخوا دې د کوربه هېواد حکومت ورکړي او استادان دې ورته خپله افغانان وګوماري.

که په یوه سیمه کې د افغان کډوالو کورنیو شمېر کم وي، دوی کولای شي په خپلو کې یو لوستی افغان د فیس له لارې خپلو ماشومانو ته د ژبې د زده کړې لپاره وګوماري، لږ تر لږه تر یوه بریده خو به يې دخپلو ماشومانو په ذهن کې خپله مورنۍ ژبه ژوندۍ ساتلي وي.

د ژبو د زده کړو لپاره چاپيریال ډېر مهم وي، چې په عملي ډول خبرې وشي، نو ددې لپاره تر ټولو غوره لار دا وي، چې په هره سیمه کې د افغانانو ټولنې جوړې شي، وخت پر وخت غونډې ونیسي، یو د بل له ستونزو خبر شي او بیا په ګډه ددغو ستونزو لپاره حللارې ولټول شي.

په مورنۍ ژبه د عملي خبرو کولو او د فرهنګي ، دیني او ټولنیز هویت د ژوندي ساتلو لپاره پکار دي، چې اروپا ميشتي افغان کډوال خپلې تاریخ، فرهنګي او مذهبي ورځي په ګډه ولمانځي او په دغو لمانځغونډو کې د ماشومانو ګډون ډېر مهم وي، دوی له خپل هېوادني فرهنګ سره اشنا کېږي، ماشومانو په خپلو کې سره خبرې اترې کولای شي، خو د ماشومانو برخه دې تر ډېره پورې ازاده پرېښودل شي، چې د دوی لپاره پکې د خبرو کولو ډېر وخت وي .

مېلمه پالنه او راشه درشه خو هسې هم د افغاني فرهنګ نه جلا کېدونکې برخه ده ،خو په بوخته اروپايي ټولنه کې به د افغانستان په څېر راشه درشه ستونزمنه وي، خو د خپلو اولادونو د راتلونکې لپاره هڅه وکړئ د ژوند یوه برخه په خپلو کې راشه درشه ته هم ځانګړی کړئ، دا چاره هم د فرهنګي هویت د ساتنې او هم په مورنۍ ژبه د خبرو کولو د ودې لپاره ګټوره پایلې درلودای شي.

افغاني تلویزیونونه، راډیوګانې او فلمونه هم ستاسو له ماشومانو سره د پلرني فرهنګ د ژوني پاتې کېدو او د ژبې د زده کړې په برخه کې ډېره مرسته کولای شي.

په بېلابېلو انټرنیټي ویبسایټونو کې دماشومانو لپاره په مورنۍ ژبه ځينې لومړني درسي، تدریسي او ممد درسي مواد شته، چې ماشومانو ته يې په برابرلو سره کولای شئ د هغوی د لوست چاره پياوړې او همدارنګه د ژبې د لغاتو زېرمه پیاوړې کولای شئ .

کورنۍ کولای شي دغه ستونزه تر ډیره کچه هواره کړي، که چیرې کورنۍ خپلو ماشومانو سره په خپله ژبه په دوامداره توګه وګړیږي، دا ډول د ورځې لږ تر لږه نیم ساعت راټول شي او یو بل سره په خپله ژبه وغږیږي ، ټوکې ټکالې وکړي، د هیواد او خپلوانو په اړه وغږیږي، البته په هغو خبرو وغږیږي چې ماشومانو ته په زړه پورې وي، د کورنیو دغه ډول هڅې کولای شي چې دا ستونزه دومره ستره نشي.

کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته پام وکړي، هغوی ته باید په بلې ژبې او خپلې ژبې د ګړیدلو ځایونه مشخص کړي، لکه ماشوم باید په کور کې یواځې او یواځې په خپلې ژبې وګړیږي، د بلې ژبې ان یو لغت هم ونه کاروي، له افغاني ماشومانو سره باید هم په خپلې مورنې ژبې وغږیږي، البته دا کار یوه بیداره او خپلې مورنۍ ژبې ته ژمنه کورنۍ کولای شي، له بده مرغه اروپا کې کډوالې کورنۍ دغې ستونزې ته هیڅ پام نه کوي.

کورنۍ هڅه وکړي چې خپلو لوڼړو ته افغانې خورلڼې او زامنو ته افغان ملګري پېدا کړي، البته داسې ملګري او خورلڼې چې د دوی په خپله مورنۍ ژبه ګړیږي، خو په دې شرط چې دوی خپل ماشومان وڅاري، او هغوی وهڅوي چې په خپله مورنۍ ژبه وګړیږي، دا ځکه که کورنۍ خپل ماشومان ونه څاري، د دوی دغه بې غوري له خپلې مورنۍ ژبې سره د ماشومانو د بیګانه کیدو سبب کیږي.

ما اروپايي ټولنه نه ده لېدلې، په مورنۍ ژبه د لیک لوست د زده کړې په برخه کې چې ما څه لیکلي دا یوازې د ژبپوهنې د یوه شاګرد په توګه زما د ذهن او فکر خبرې دي او وړاندیزونه هم د ژبو د زده کړو په برخه کې تر ډېره پورې عام دي، نو که څه کمی زیاتی پکې وي دا به له اروپايي ټولنې سره د نااشنايۍ له امله وي. په دې هیله چې تاسو د خپل ملي افغاني هویت د ژوندي ساتلو لپاره خپلو ماشومانو ته د مورنۍ ژبې د زده کړې په برخه کې ډېر زیار وګالۍ او راتلونکی نسل مو د استرلیا او هندوستان د افغانانو له برخلیک څخه وژغورئ!

 

په همدې هیله