جنرال رازق نن په یوه برید کې وژل شوی دی

د کندهار ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق نن څه باندې درې بجې په یوه برید کې وژل شوی دی. ویل کېږي، پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې نوموړی له غونډې وروسته له جنرال میلر سره چورلکې ته پورته کېده. د راپورونو له مخې په یاده ناسته کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر هم ګډون درلود.