شرایط داسې نه دي چې امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي .

د امریکا د عمومي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته خبرو کې ویلي، له زلمي خلیل‌زاد سره له خپلو خبرو ورته څرګنده شوې، چې له ولسمشر غني سره په منظم ډول مشورې کوي، بشپړ معلومات ورکوي او په حقیقت کې دا خبرې د ولسمشر غني په ملاتړ پیل شوي او هغه ترې خبر دی.

ده له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه ویلي چې په افغانستان کې سیاسي شرایط اوس داسې نه‌ دي چې امریکايي پوځیان له دې هېواده ووځي.