حمدالله محب د ایران د ملي امنیت له سلاکار علي شخماني سره کتلي

د ملي امنیت له شوار څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حمدالله محب نن غرمه د اوفا د لسم امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ایران د ملي امنیت له سلاکار علي شخماني کتلي او پر سوله، سیمه ییز امنیت او شپږ اړخیزې ناستې چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې جوړه شي، بحث او نظرونه تبادله او هم یې له علي شخماني د سیمه ییزو ستونز حل لپاره د ډله ییزو هڅو غوښتنه وکړه.