د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر تیره ورځ له خپل امریکايي سیال مک مسټر سره د افغانستان د وضعیت او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې.
د ښاغلي اتمر په ټوېټرپاڼه په خپره شوې علامیه کې ویل شوي چې دواړو چارواکو د ویډیو کانفرانس له لارې د افغانستان د سولې د پروسې، له ترورېزم سره د مبارزې او د سیمه ییزې همکارۍ په اړه خبرې وکړې .
حنیف اتمر او مک مسټر د افغان حکومت په ادارو کې د اصلاحاتو لپاره پر لارو چارو او د کابل او واشنګټن ترمنځ د شراکت د تړون په اړه هم خبرې کړي دي.