خوستیان:د ټوپک او کوتک په زور له خاورې دفاع کوو

د ځاځي میدان اوسیدونکي وايي، چې افغان حکومت دې ورسره د وسلو او نورو مهماتو مرسته وکړي، دوی له افغان حکومت  پر ډیورڼډ کرښه د معاملې سپیناوی غواړي او وایي، که معامله نه وي شوي، نو حکومت پرې ولې چوپ دی؟

دوی په ورته وخت کې زیاتوي، چې که حکومت ورسره د حمایوي ځواکونو همکاري نشي کولی، نو د جګړې اجازه د ورکړي.

ددوی په خبره چې په ډېرو کمو مهماتو او امکاناتو له پاکستاني لوري سره ډغرې وهي، دوی وایي، که حکومت ورسره همکاري نکوي، دوی بیا هم مقاومت کوي او د مرګ تر غاړې له جګړې نه په شا کیږي.

د سیمي اوسیدوونکي(حکومت دی مونږ سره مرسته وکړي او که یې نه کوي مونږ د خپل بدن تر یوه یوه څاڅکي له خپلې خاورې دفاع کوو)

د ځاځي میدان اربکي وايي افغان حکومت له پاکستان سره پر ډېورنډ کرښه معامله کړې او زیاتوي چې ډېورنډ د ولسونو دی، لر او بر پښتانه دوستۍ سره لري او دا ډول بېلتون به بده پایله ولري.

د ځاځي ميدان قومي اربکيو دا پوستې شاوخوا دوې اوونۍ مخکې وروسته له هغه جوړې کړې، چې دغې سيمې ته نږدې پاکستاني ځواکونو پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار د غځولو هڅې پيل کړې، خو اوس يې چارې په ټپه درولي دي.

اوسیدونکي زیاتوي،

(مونږ د سر او مال ټوپک او کوتک په زور له خپلې خاورې دفاع کوو))

بل لوری د خوست والي وياند طالب منګل د ځاځي میدان خلکو ته ډاډ ورکوي چې ولایتي اداره به تر خپلې وسې همکاري ور سره وکړي.

د ډیورنډ ټوله کرښه شاوخوا ۲۵۰۰ کيلو متره ده، د پاکستان حکومت ويلي، چې پر ټوله کرښه اغزن تار لګوي او هم ۷۲۰ نظامي تاسيسات جوړوي، پاکستاني چارواکو ويلي، چې د ډيورنډ کرښې په ۱۴۰۳ کيلو مترو کې يې ۲۳۳ امنيتي چاوڼۍ او پوستې جوړې کړي او په ۱۴۰ نورو کار روان دی.