داسې هنرمند مو تر اوسه پېژانده؟

حیران به شئ چې ملخ ولې او څه ډول له بانړسي رنګ لرګیو جوړ دی، خو مه وارخطا کېږئ، دا ملخ په لاس جوړ شوی او که یې وګورئ، پرې تېر به وځئ او پر هنرمند به شاباس ووایاست.

د جاپان په پلازمېنه ټوکیو کې داسې یوه نقاش هنرمند شته چې له لرګیو داسې حشرې جوړوي چې ګوته په غاښ به مو کړي.

دا نقاش اصلا له حشرو سره کار لري او تر ډېره مچان، میاشي، ملخان، ګونګټې او نور جوړوي چې اوس د حشره جوړوونکي نقاش په نامه مشهور شوی دی.

سرخط ورځپاڼه