دفاع وزارت وایې، عملیاتو په نتیجه کې نږدې ۵۰ تنه وسله وال وژل شوي

دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې ٤٦ تنه دولت ضد وسله وال وژل شوي دي.

د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر د اعلاميې پر اساس دغه شمېر وسله وال په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ګډو تعرضي او تهاجمي عملياتو په نتيجه کې وژل شوي او ١٨ تنه يې ټپيان دي.

دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ١٥ ولايتونو کې ١٨ تصفيوي او ٨ خاص عمليات شوي چې په لړ کې يې ٤ تنه وسلوال نيول شوي هم دي.

دفاع وزارت وايي، په وژل شوېو او ټپي شوېو وسله والو کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې غړي شامل دي.

ددولت کومې وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.