دفاع وزارت وایې، کندهار، زابل او ارزګان کې ۲۶ وسله وال مخالفین وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په درېيو ولايتونو کې ٢٦ دولت ضد وسله وال وژل شوي دي.

د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه محاربوي او تصفيوي عمليات په کندهار، زابل او ارزګان ولايتونو کې شوي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي، په دغو عملياتو کې ٣٨ نور وسله وال ټپيان شوي هم دي، د هغوى ځينې وسايط او مهمات تخريب شوي دي.

د اتل په نوم دغه هوايي او ځمکني عمليات له زياتې مودې راهيسې روان دي.