دليکنې لپاره عمومي لارښونې

هغه کسان چې غواړي ليکنې وکړي، څېړنې وکړي او ليکنې یې بشپړې او هر اړخيزې وي؛ نو بایده ده چې لاندې لارښونې عملي کړي.

۱ – دینې کتابونه اورسالې بشپړ مطالعه کړئ ،ترڅو په مختلفو موضوعاتو باندې ډيرڅه لاس ته راوړئ اوپه معلوماتو کې مو زیاتوالی راشي ، که چېرې مو بیا په کومه موضوع باندې ليکنه کوله او د موادو غوښتونکي وی ؛نو تیار به مو په ‌ذهن کې وي او دا به درته معلومه وي چې په فلاني کتاب یا رساله کې په لاس راتللی شي .

۲ ـــ د هغو کتابونو مطالعه کول ډير اړین دي چې د معتبرو علماؤ او پوهانو ليکنې وي او یا داسې رسالې او مجلې وي چې په هغو کې د داسې علماؤ اوپوهانو ليکنې او مقالې خپرېږي، له دې سره – سره هغه ليکنې چې د دیني اوعلمي موادو ترڅنګ د ژبې او ادب ځانګړتیاوې هم ولري ؛ دغه ليکنې ستاسو لپاره ډیرې اغېزمنې ثابتیدلی شي، دا ځکه چې د دغو ليکنو له امله ستاسي ليکنې هم د لېکنو په اصولو برابرېږي او هم د ادب په ګاڼه سمبالېږي .

۳ – کله چې د کوم کتاب یا ليکنې مطالعه بشپړه کړئ ؛ نو له بشپړ والي وروسته په هغې باندې فکر وکړئ ، چې پدې کتاب یا ليکنه کې يې څه ليکلي ول او څه یې ویلي وه ؟ او له هغوی څخه چې څه ستاسو په ذهن کې پاتې وي هغه پخپلو الفاظو کې ولېکئ او که چېرې ستاسو له ذهن څخه وتلي وي؛ نو هغه کتاب یا ليکنه باندې بیا سر سري نظر واچوئ! تر څو مو بیا ذهن ته راشي او ياد مو شي .

۴ – د کومې بلې ژبې مثال په توګه دعربي مجلې او رسالې په مخ کې واچوئ او د هغوی په تقلیدپخپلو الفاظو کې د پښتو ليکنه وکړئ .

۵ – پخپله په کوم عنوان باندې فکر وکړئ او یا له خپل استاذ څخه دکوم عنوان په هکله پوښتنه وکړئ ، بیا په هغې باندې ژور فکر وکړئ ، کومې خبرې چې په دي برخه کې ستاسو په ذهن کې راشي؛ هغه په پرلپسې توګه په کاغذ باندې وليکئ ، پدې خبره هم فکر وکړئ چې ستاسو د موضوع سره تړلي مواد به په کومو کتابونو کې په لاس درشي ، هغه کتابونه او رسالې پیدا کړئ او ستاسو له موضوع سره تړلي مضمون ولولئ ، او پخپله ليکنه کې ترېنه ګټه واخلئ ، که چېرې تاسو دا مضمون له وړاندې نه مطالعه کړی هم وي؛ بیا هم یوځل پرې سر سري نظر واچوئ .

۶ ــــ که تاسوته داسې کتابونه او یا رسالې چې ستاسو له موضوع سره یې مضمونونه اړخ لګوي نه وي معلوم ؛نو له خپل استاذ څخه يې وپوښتئ او ځان ته يې نومونه معلوم کړئ ، له هغې وروسته بیا دليکنې د ترتیب پر لور ګام واخلئ .

۷ ـــ هغه خبرې چې ستاسو په ذهن کې دي او د کاغذ پر مخ مو ليکلې دي ؛ هغه یو ځل بیا اوګورئ، فکر ورباندې وکړئ چې په هغې کې کومې خبرې؟ په کوم ځای کې؟ کله؟ او په کوم ترتیب سره راوړل مناسب دي؟ ، له دې وروسته په ليکنه باندې پیل وکړئ اوکومې خبرې چې درته په ترتیب سره په کوم ځای کې مناسبې ښکاره شوي ؛ هلته یې اوليکئ .

د مضمون ليکلو په وخت کې هم دسړي په ذهن کې ډېرې خبرې پیدا کیږي هغه خبري هم او ليکئ ، کله داسې هم کیږي چې تاسو مخکې کومې خبرې ليکلي وي ؛ له هغوی څخه ځېنې یې درته مناسبې ښکاره نشي ؛نو هغه پرېږدئ او مه یې ليکئ .

۸ – د موضوع له ټاکلو څخه وروسته نوي لېکوال ته تر ټولو ستر مشکل دا مخې ته راځي چې په مضمون ليکلو باندې څنګه پیل وکړي ؟ په سریزه کې څه او ليکي ؟ تر ډیره پدې فکرونوکې اخته وي چي بالاخره په طبیعت یې بوج راشي او ستړی شي ، په دې هکله تر ټولو وړاندې اړینه مشوره دا ده چې څومره زیات وخت مضمون ليکنه نېسې پروا نه کوي او څومره بوج چې په طبیعت راځي را د شي او چې څومره ستړي کیږئ ستړي د شئ؛ خو همت له لاسه مه ورکوئ .

پورته شئ اوکېنئ ، بار- بار فکر وکړئ ، د موضوع په تعریف او تعارف کې فکر وکړئ ، بیا فکر وکړئ او بیاهم فکر وکړئ، ضرور به په ذهن کې کومه خبره درته راشي او چې کله هم په ذهن کې مو کومه خبره راغلله ؛ نو سمدستي يې اوليکئ او په ليکنه پیل وکړئ ، وروسته که دغه ليکنه درته نا انډوله هم څرګنده شي پروا نه کوي د مضمون د بیا کتنې او تصحیح په وخت کې به یې ترېنه لرې کړی ؛ خو اوس یې خامخايې اوليکئ .

۹ ـــ کله کله د مضمون لیکلو د پیل نه وروسته د ليکنې په منځ کې په طبیعت باندې بوج راشي ، په ذهن کې هېڅ نه وي چې څه ولیکم ؛ نو په داسې وخت کې ليکنه پرېږدئ ، بیا دوباره په ليکنه باندې پیل وکړئ ؛ اوس به تاسو وګورئ چې په ذهن کې څه شته او کنه ؟ ان شآ‌ء الله دا وخت به په ذهن کې کومه خبره وي ، که چېرې په ليکلو کې اخته وی او ستړي شوی ؛ نو ليکنه پرېږدئ ارام وکړئ ، بیا بل وخت یې وليکئ اوخپله ليکنه پوره کړئ .

لنډه دا چې د مضمون لېکلو او په یوه وار د هغه د پوره کولو هېڅ فکر مه کوئ ؛ بلکې په مختلفو وختونو او مختلفو ناستوکې یې پوره کړئ اوکار پرې وکړئ ، له دې سره به ستاسو ليکنه هم پوره شي او هم به په تول پوره وي ، ځکه چې په هر ځل زړه او دماغ تر او تازه وي او له دې امله په ذهن کې خوندورې اوپه تول پوره خبرې راځي .

۱۰ ـــ د مضمون ليکلو لپاره ګوښه او ارام چاپریال کې کېناستل پکار دي .

۱۱ ـــ له داسې عبارتونو نه پرهېز وکړئ چې هم قافیه او مسجع وي ، کوم پرشکوه الفاظ چې پخپله د قلم له څوکې نه را وځي هغه لېکئ ، بالقصد د دا قسمه الفاظو کوشش کول فضول دي او په نني ادب کې د داسې الفاظو راوړل متروک دي ، همدا شان د عبارتونو معما کول او باریک او دقیق عبارتونه راوړل د نني ادب د ليکنې خلاف دي .

۱۲ ــــ دواړو خواوو ته حاشیه پرېږدئ ، بار- بار یوه خبره مه راوړئ ، حروف باید سم وي ، املا باید صحیح وي، کرښې باید سېده وي ، د سطرو په منځ کې مناسب ځای باید پرېږدئ ، د دې لپاره رولدار کاغذ غوره دی ، د کاغذپه یوه مخ باندې لیکل پکار دي .

۱۳ ـــ د یوې خبرې د پوره کېدو څخه وروسته پروګراف بدل کړئ ، د پروګراف د بدلولو طریقه دا ده چې په مخکې کرښه کې لږ ځای پرېږدئ او په دوهمه کرښه کې په ليکنه پیل وکړئ ، تاسې په کوم کتاب یا رساله کې د پروګراف دبدلون طرېقه وګورئ چې څنګه یې ځای پرېښودلی دی اوڅنګه یې له هغې وروسته په نورو کرښوباندې ليکل پیل کړي دي .

۱۴ ـــ په سوالیه نښې (؟) ندائیه نښې (!)کامه (،) وغیره په ټولو باندې به تاسوته واقفیت حاصل وي ، د نورو عبارتونه څنګه نقل کېږي، د قوسینو نښه څنګه جوړېږي؟ ،که چېرې د بل چا اقتباس پوره نه نقل کوئ او د هغې په منځ کې داسي خبري چې ستاسو له موضوع سره تړاو نه لري نه راوړئ او هغه حذف کوئ ؛ نو د محذوف عبارت په ځای څرنګه نقطې …… لګیږي ، دغه ټولې خبرې د ليکنې زده کونکوته لازمي دي او د دغو خبرو پېژندل ضروري دي .

۱۵ ـــ د مضمون له پوره کولو څخه وروسته په هغه باندې دوباره نظر واچوئ ، په هغه کې تغیر او تبدیل وکړئ ،کمونه او زیاتونه پکې وکړئ او پخپل اعتبار سره یې یو ځل بیا مکمل کړئ .

۱۶ ـــ اوس تاسو خپله مسوده مبیضه کړئ یعنې دغه مضمون دوهم کاغذ ته نقل کړئ ، اوس هم چې کوم عبارتونه تاسوته ښه نه معلومېږي او زائد وي هغه بدل کړئ او یا یې پاک لرې کړئ او چې کومې خبرې ستاسو په ذهن کې د ليکلو وړ وي هغه وليکئ ، یقینا چې د مضمون صفا کولو په وخت کې ډيرې نوې – نوې خبرې سړي ته په ذهن کې راځي او مخکې ځېني لیکل شوي خبرې زائدې معلومېږي ، ښکاري چې د ليکنې له اسلوب سره نه لګيږي ؛ نو له دې امله په ټولو کې تبدیل کيږي ؛ خو چې په کومو خبرو باندې زړه مطمئن وي هغه راوړئ ، که چېرې په لومړیو کې تاسو څو- څو ځله کومه ليکنه بار- بار صفا کوئ او لولوئ ؛ نوتاسو بیا هم مه خپه کېږئ او مه تنګيږئ .

۱۷ ــــ پرلپسې کوښښ ضروري دای ، هره میاشت کم نه کم یو مضمون وليکئ ، کوښښ وکړئ چې له یوې سترې پوره پاڼې څخه کم نه وي.

۱۸ ـــ داستاد لارښونه :

د ليکنې لپاره د داسي استاد چې لېکوال وي لارښونې حاصلې کړئ ،له هغه نه دې ليکنې په موضوع او موادو باندې مشوره واخلئ ، خپلې ليکنې د اصلاح لپاره هغه ته وړاندې کړئ ، هغه به پکې تغير او تبدیل وکړي ، ځېنې وخت به واړه – واړه عبارتونه ختم کړي او پرځای به یې لنډه جمله راوړي اوکله داسې هم کوي چې پوره یو عبارت به حذف کړي او پرځای به یې لږ څه هم ونه ليکي ، ځينې وخت به ستاسو استاد داسې عباراتونه حذف کړي چې هغه به تاسو په ډېر تکلیف او خوارۍ سره لیکلي وي او ستاسو په خیال کې به ډېر اړین وي ؛ لېکن د استاد په نظر به د ليکنې له موضوع نه مخالف وي او یا به بې فایدې او د ليکنې له اسلوب سره مناسب نه وي ؛ نو خپل قلم به پرې کش کړي ؛ تاسو هېڅ کله هم له دې نه مه بوج کېږئ او زړه مه وړوکی کوئ ، هېڅ کوم لوي ليکوال داسې نه پیدا کیږي چې په لومړیو کې د ده مضمون د رد والي په ټوکرۍ کې غورځولای شوی نه وي او په هغې کې تغیر او تبديل نه وي شوی.

دغه تغیر او تبدیل په راتلونکي کې ستاسو ذهن ته ځلابښې ، تاسو ته ضروري او غیر ضروري ، مفید او غیرمفید ، متعلق او غیر متعلق تر منځ توپیر او تمیز در ښائې ، د ليکنې له زده کړې وروسته چې کله تاسې خپل مضمونونه وګورئ ؛ نو درته څرګنده به شې چې د استاد تغیر او تبدیل پخپل ځای دی او تاسو به پخپله په هغې کې د ترمیم ضرورت محسوس کړئ.

طالب العلم عبدالصمد «شاکر»