دمجردو نجونو ۷ تېروتنی !

په ګډ ژوند کې ځینې تېروتنې زیان اړوي او په یوه او بل نوم یې عملي کول د ژوند په بیه تمامېږي، چې پام ورته په کار دی .

په افغاني ټولنه کې ځینې ناوړه دودونه او محدودیتونه نور مخ په ماتېدو دي، خو اوس هم ځینې خبرې شته چې ځوانان او پېغلې یې عملي کوي او دا د دوی د ژوند لوی اشتباهات دي .

لومړی: خپل واک نورو ته ورکول

دا یوه لویه تېروتنه ده چې د یو ناوړه دود په توګه اوس هم په افغاني ټولنه کې عملي کېږي، پېغلې د خپل انتخاب حق نه لري او خپل فردي حق نورو ته بښي. که په رضا وي خپل کار یې دی، خو دا معلوم حقیقت دی چې رضا پکې نه مراعتېږي. کورنۍ د واده لپاره هلک او نجونې ته شرایط ږدي او په ځانګړي ډول نجونې مجبورې دي هغه ومني او له منلو پرته یې بله لاره نه ویني .

دویم: د نورو تجربې کټ مټ کاپي کول

د ژوند اساس تجربه ده، خو کټ مټ د نورو د ښو او بدو تجربو کاپي کول ګډ ژوند ته زیان اړوي او د یو اړخ په توګه باید تاسو خپله هم حق ولرئ چې د تجربو ترمنځ لیکه را و کاږئ .

درېیم: د خاوند په انتخاب کې ډېر دقت نه کوي

وروسته له هغې چې پېغلو ته د خپل خاوند د انتخاب حق هم ورکړل شي د هغه په اړه ډېره پلټنه نه کوي او په یوه او بله خبره تېروځي او پدې ډول ډېری وخت خپل ګډ ژوند اور ته غورځوي. په همدې اساس کېدای شي کله یو مناسب خواستګار ته هم د همدغې بېغورۍ له وجې ځواب ورکړي او دا د ژوند لویه تېروتنه ده .

څلورم: بېځایه شرمېدل

د ژوند د یو مناسب ملګري د انتخاب لپاره اسلام تاسو ته اصول او چوکاټ در په ګوته کوي. ډېری نجونې د یو مناسب خواستګار په تمه وي، خو کله چې یې وخت را ورسېږي، بېځایه شرم یې د منتخب کس په اړه دوه زړې کړې او د ژوند یو لوی چانس له لاسه ورکړي. دا جرآت ولرئ، چې کله مو په نظر او تر څېړنې وروسته د خپل خواستګار په اړه معلومات ترلاسه کړل، اقدام وکړئ او هله د هېچا فرمایشونو ته ځای نه پاتې کېږي .

پېنځم: په دفتري کارونو کې ډېر مصروفیت

یو شمېر نجونې چې په دفترونو کې کار کوي، نو خپل کار ته دومره لومړیتوب ورکوي، چې د ژوند دا مهم پړاو یې له سره له هېره وتلی وي. سره له دې چې د ګډ ژوند لپاره ټول شرایط پوره کولی شي، خو د همدغې ناپامۍ له وجې مجرده پاتې کېږي او دا دردونکی حالت دی .

شپږم: تجربې سم نه تفکیک کوي

د خپلې کورنۍ او چم، ګاونډ یوه بله بده پېښه د خپل ګډ ژوند لپاره اساس ګرځوي او غواړي په هماغو پخوانیو تجربو مخ ته او اوسني شرایط فرق لري، خو دې ټکي ته جدي پام په ولاړې شي، د ا کار اشتباه ده، ځکه پخواني کار دی، چې د ښو او بدو تجربو ترمنځ تفکیک ضروري دی .

اووم: یو شمېر مجردې نجونې فکر کوي، چې نور یې وخت تېر شوی دی

پر قسمت سربېره، تدبیر او هڅه شرط دی، خو ځینې نجونې چې یو څه وخت مجردې پاتې شي، نو فکر کوي چې نور یې وخت تېر دی او له ژونده لاس اخلي. دوی چې خپلې همزولې ویني چې اوس اولادونه لري، نو زړونه یې ښوېږي، او دا د ژوند لویه تېروتنه ده . هر وخت ستاسو وخت دی، خو که چانس مو پیدا کړ، نو مناسب اقدام وکړئ او له
احتیاط سره زړه ور هېڅکله مه هېروئ .

محور ورځپاڼه