د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، چې د اختر په شپو ورځو کې په لویو ښارونو، مېلهځاینو او لویو لارو کې د امنیت ټینګښت ته لومړیتوب ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت چارواکیو تیره ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې کوچني اختر ته یې امنیتي پلان جوړ کړی، چې له مخې به یې د اختر په شپو ورځو کې ټینګ امنیتي تدابیر ونیسي.
د کورنیو چارو، روغتیا او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان هڅه کوي، چې د مخالفینو د ورانکاریو مخه ډب کړي.
غونډې ته د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل، چې د ټولو ولایتونو پولیسو ته امر شوی، چې د اختر په شپو او ورځو کې په کلکه امینت ټینګ کړي او د کورنیو چارو وزارت ټولې کشفي دستګاوې قطعې د همدې ګډ پلان لهمخې د هېوادوالو لهپاره د خدمت جوګه دي.
دی خبرداری ورکوي، هېڅوک حق نهلري، چې د اختر په شپو او ورځو کې د خوښۍ هوایي ډزې وکړي، پر وینا یې، ټولو پولیسو ته یې امر کړی، که داسې کسان یې ونیول؛ د قانون منګولو ته دې وسپاري.
خبري غونډې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین ډاکتر کمال سادت پهخپلو خبرو کې پر کورنیو ټینګار وکړ، چې خپل ماشومان د پلاستیکي وسلو او پټاقیو پېرودلو ته پرېنهږدي؛ ځکه چې له یوې خوا اقتصادي زیان لري او بله بلېخوا د ماشومانو په ذهنونو بده اغېزه کوي.
سادت له خلکو وغوښتل، چې د اختر په شپو او ورځو کې په مېلهځاینونو کې له انساني چلنده کار واخلي او د نورو د ځورونې لامل نهشي.
غونډې ته د روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکي معین فدامحمد پیکان وویل، چې د مرکز او ولایاتو ټولو روغتیایي مرکزونو ته یې ویلي، چې د اختر په شپو او ورځو کې خلکو ته اړین روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
پیکان له موټر چلوونکیو وغوښتل، چې په کوچني اختر کې پوره پاملرنه وکړي، چې د ترافیکي پېښو کچه راټیټه شي.