د ادبي سبک او ادبي مکتب تر منځ توپیر

لیکوال : عبدااله رحیمي

مخکې له دې چې د ادبي سبک او ادبي مکتب په توپیر خبرې وکړو، لومړی راځو د ادبي سبک او ادبي مکتب پېژندنې ته.

سبک څه شی دی؟

سبک عربي کلمه ده چې مانا او مفهوم یې د سرو او سپینو ویلې کول او په کالب کې اچول دي؛ خو په اصطلاح کې سبک د یوه شاعر، یا لیکوال د وینا اولیکنې لارې، اسلوب او روش ته وایي.

د یوه لیکوال او یا هم شاعر د لیکنې لاره روش مان دا چې یو لیکوال له بل لیکوال سره پرې پېژندلای شو لکه: شاعر رحمان بابا چې په عموم کې یې خلک

له شعر او شاعرۍ سره دومره عادت شوي چې ځینې شعرونه یې د عامو خلکو په ژبو هم ښکته پورته کیږي، او بیا که له چا پوښتنه هم وشي چې دا بیت د کوم شاعر دی؟

نو دستي به یې ځواب همدا وي چې د رحمان بابا.

او یا که پوښتنه وشي چې ولې یې شعرونه دومره اغېز لري چې د هرچا د ژبې په سر ښکته پورته کیږي او د خلکو په ذهنونو کې پراته دي؟

ځواب به مو دا وي چې د رحمان بابا د شعر ژبه عام فهمه، ساده او د خلکو له مهالني ژوند سره

ورته وه او په خپله شاعرۍ کې یې داسې لاره انتخاب کړې وه چې د خلکو د ذوق وړ وه.

دغه سادګي چې دده شعر ته یې یوه جامه ور اغوستې وه د خلکو د د پام وړ ګرځېدلی وو، دغه دده د سبک ځانګړنه وه او په دغه لاره چې سادګي ده موږ یې پرې پېژنو، بس همدغه پېژندنه دده سبک دی.

همدارنګه حمید مومند چې په پښتو کې د هندي سبک ایجادونکی او رامنځ ته کونکی دی هم په خپله سبک(لار، روېش او اسلوب) باندې پېژنو او ددې په څنګ کې همداسې نور لیکوالان او شاعران هم د خپلو ځانګړو سبکونو درلودونکي دي.

اوس دغه لیکوالان او شاعران چې د ځانګړو سبکونو درلودونکي دي دا په کوم بل شي پسې نه بلکي په یو مکتب پورې اړوند وي، او په یوه مکتب پرې اړه لري.

د دې خبرو د ښه وضاحت او تفصیل لپاره په ادبي مکتب کې ښه پوهېدلای شو.

ادبي مکتب څه ته وايي؟

لغوي مانا یې د لیک، زده کړې او ښوونې ځای او په ادبي اصطلاح کې هغه پراخ ادبي جریان او لاره ده چې د زیات شمېر ادیبانو شاعرانو او لیکوالانو د سبکونو له ګډون څخه منځته راغلی وي(۸۱ص).

دلته د سبک په خلاف خبره په دې ټکي کې ده چې سبک یو کس ته ځانګړی شوی او مکتب بیا په عموم کې څو لیکوالان او شاعران په خپله غېږه کې رانیسي.

مکتب چې له نامه سره یې اشنا هم یو، یو عمومي نوم دی چې ښه بېلګه یې زموږ او ستاسې د کليو او درو مکتب هم کېدای شي، زموږ درسي مکتبونه هم کوم کس ته نه دي ځانګړي شوي او نه هم د کوم کس شخصی ملکیت دی، بلکي مکتب یو داسې ځای دی چې په لسګونو او سلګونو کسان په بر کې نیسي.

دلته مې دکلیو د مکتب یادونه په دې خاطر وکړه چې موضوع لږ روښانه شي، کني زموږ موضوع ادبي مکتب دی.

په سبک کې مو هم مکتب ته اشاره وکړه چې څو سبکونه د یوه مکتب تر چترلاندې راتلای شي؛خو څو، حتی یو مکتب د یوه سبک تر ولکې لاندې نه شي راتلای، بلکي خبره په دې کې ده چې چې څو سبکونه د یوه مکتب نماینده ګي کوي.

د ادبي سبک او ادبی مکتب تر منځ توپیرونه.

په دې کې شک نه شته چې ادبي مکتب او ادبي سبک پخپل منځ کې سره نیږدې اړیکې لري؛ خو یو شی هم نه دي.

ددواړو په پېژندنه مخکې و غږېدو او پوه شوو چې سبک څه او مکتب څه ته وایي او تر ډېره یې تو پیر هم په ډاګه شوی؛ نو ددې لپاره چې موضوع مو نوره هم روښانه شوې وي راځو د دوی ترمنځ توپیرونو ته، چې سیدمحی الدین هاشمي هم ورته په خپل کتاب ادب پوهنه کې ورته ګوته نیولې او سپړلي یې دي چې په لاندې ډول دي.

۱- ادبي سبک د ادبي مکتب په پرتله ځانګړی، محدود او یا په بله وینا فردي بڼه لري؛ خو د ادبي مکتب مفهوم د هغې په نسبت عام، پراخ او یوه ډله شاعران او لیکوالان او یا په بله وینا د ادبي اثارو را منځته کوونکي په خپله پراخه لمن کې را نغاړي.

۲- سبک په خپلو ذاتي کلیاتو کې یوازې د یوه شخص (چې رامنځته کوونکی یې دی) څېره څرګندوي؛ خو مکتب بیا د یوې ډلې(د ادبي اثارو رامنځ ته کوونکو) د ادبي خصوصیاتو او ځانګړنو څرګندویي کوي.

۳- سبک د مکتب په حدودو او حوزه کې ځان څرګندوي؛ خو ادبي مکتب بیا د څو سبکونو له یو شانته والي او ګډون څخه منځ ته راځي.

۴- سبک د یوې ټاکلې او محدودې تاریخي دورې څرګندویي کوي، مګر مکتب یوه ډېره پراخه دوره را چاپېروي.