د امریکا دفاع وزیر: د ولسي خلکو د وژل کېدو سربېره د موصل جگړه کې بدلون نه راولو

امريکايي چارواکي په داسې حال کې د ولسي خلکو له وژلو نټه کوي، چې عربي رسنيو د موصل د ځايي خلکو له خولې ويلي، چې يوازې تېره اوونۍ د امريکايي الوتکو په بريدونو کې لسگونه کورونه نړېدلي او له دوو سوو زيات خلک  په خپلو کورونو کې تر خاورو لاندې شوي دي.

د امريکا دفاع وزارت وايي، چې موصل کې به د داعش ډلې پر ضد د جگړې تکتيک کې بدلون ونه کړي او تر اوسه هم ځينې امريکايي چارواکي دا نه مني، چې د موصل وروستيو بمباريو او جگړو کې يې ولسي خلک وژلي دي.

د پنټاگان يوه وياند ډگروال جان تامس واشنگټن کې يې رسنيو ته وويل، چې پوځي چارواکي د موصل جگړه کې د تکتيک بدلولو پلان نه لري، سره له دې، چې دغه جگړه په ولسي استوگنځايونو کې ده او شونې ده، چې دغه جگړه کې ولسي خلک وژل شوي وي.

ډگروال تامس د امريکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال جوزف ووټل له خولې وايي: «موږ د خپلې جگړې تکتيک کې بدلون نه راولو، موږ له خبرو هم په خپل عمل ډېر باور لرو او خپلو ځواکونو ته مو امر کړی، چې خپله جگړه په همدې طريقه پر مخ بوځي.»

د امريکا دفاع وزير جيمز ميټس هم ويلي، چې ځواکونه يې د موصول جگړه په سمه توگه پر مخ بيايي او د امريکايي پوځيانو د هوايي بريدونو ننگه يې وکړه.

ميټس په جگړو کې د ولسي خلکو مرگ ژوبله ادعا بولي او وايي: «په ټوله نړۍ کې داسې پوځ نشته، چې له موږ زيات په جگړو کې د ولسي خلکو له مرگ ژوبلې ډېر ځان وساتي او تاسې بايد دا خبره درک کړئ، چې زموږ پوځيان خپل پوځي ماموريت په بشري توگه ترسره کوي.»

امريکايي چارواکي په داسې حال کې د ولسي خلکو له وژلو نټه کوي، چې عربي رسنيو د موصل د ځايي خلکو له خولې ويلي، چې يوازې تېره اوونۍ د امريکايي الوتکو په بريدونو کې لسگونه کورونه نړېدلي او له دوو سوو زيات خلک  په خپلو کورونو کې تر خاورو لاندې شوي دي.

د عراقي د بشري خدمتونو ادارې وايي، چې د تېرې اوونۍ له بمبارۍ يې تر اوسه ۱۶۰ مړي راويستلي او د نورو پلټنه روانه ده.

رويټرز خبري اژانس وايي، چې د موصل بريد د امريکايي جگړو په تاريخ کې تر ټولو خونړی بريد دی، چې دومره ولسي خلک په کې وژل شوي، په داسې حال کې، چې د امريکا پوځي چارواکي لا هم ادعا کوي، چې د جگړې پر مهال د ولسي خلکو له وژل کېدو ځانونه ساتي.