او د کانګرېس له ارزونې پرته یې سعودي ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د وسلې صادرولو اجازه ور کړه.
د امریکا د دفاع سرپرست پاتریک شاناهان د نویو سرتېرو له لېږلو کانګرېس خبر کړی دی.
هغه وايي، د سپاه پاسدران او هغه پورې د تړلو ډلو په ګډون د ایراني ځواکونو د پرلپسې ګواښ مقابل کې د ځواکونو د پیاوړتیا لپاره دا سرتېري لېږل کېږي.
د امریکا پوځ وايي، سپاه پاسدران په متحده عربي اماراتو کې د څو تېل وړونکو بېړیو پرضد ورانوونکو عملیاتو کې نېغ لاس درلود.
د امریکا ولسمشر خبریالانو ته وویل، موږ منځني ختیځ کې خوندیتوب ته اړتیا لرو، دا ځواکونه تر ډېره خوندي کوونکي دي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدلو پسې منځني ختیځ ته دا سرتېري لېږل کېږي.
امریکا د ایران د تېلو د مهمو پلورونکو معافیت نوی نه کړ او ایران هم د اټومي تړون چوکاټ کې د خپلو ژمنو پرځای کول کم کړي دي.
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټګان له مخې، منځني ختیځ ته دغو نويو سرتېريو کې د پاتریوت توغندیو داسې ۶۰۰ کسیز کنډک هم دی چې د توغندیزې دفاع لپاره ځانګړی شوی دی.
پاتې سرتېرو کې استخباراتي، انجینري او پېژندونکې ډلې او جنګېدونکي سکاډران هم دي.
ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته دا هم وویل، چې د دې سرتېرو شمېر نسبتا کم دی، خو امریکا وارمخکې په سیمه کې له پنځوس زرو ډېر سرتېري لري.
د دې نویو سرتېرو لېږل له هغه شمېر کم دي چې وروستیو اونیو کې یې رسنیو رپوټونه ور کول.