Close-up portrait of very beautiful,attractive,cute,excellent,smiling,lovely,adorable girl,woman with cute,nice,white,healthy smile in spring green park.White,healthy smile.Cute smile.Beautiful smile.Very happy,smiling,cheerful with healthy smile.

د انسان په ژوند کي د مسکا کولو اغېز

په نړۍ کي هر انسان هیله لري چي هغه دي د خلکو په منځ کي په ښه نوم یاد شي او خلک دي ورته په درنه سترګه وګوري. پوهانو د انسان د دې هیلي د پوره کېدو لپاره اصول وضع کړي دي چي په داسي ډول دي:

د چا پر شونډو چي همېشه مسکا خوره وي.

مسکا د انسان په ژوند کي د یو جادو په څېر اغېز لري، چي تقریبا ۹۵ سلنه خلک یې تر اغیز لاندي راځي. مسکا داسي یو عمل دی چي ژبه نه لري، خو یو جاهل انسان یې هم په ژبه پوهیدای شي، د موسکو څېرو په لیدلو ژړغوني څېرې هم خوشحاله کېږي او په زړنو کي یې خپله د خوښۍ او میني جذبه پیدا کېږي.

څوک چي د نورو سره همېشه د ښه ملګرتیا په پاللو کي کوښښ کوي.

څوک چي اجتماعي او خوشحاله طبیعت درلودونکی وي.

څوک چي د اوسنیو حالاتو په اړه پوره معلومات ولري.

هغه څوک چي د نورو ښېګڼي او خوشحالۍ زغملای شي.

هغه څوک چي په جامعه کي د خلکو تر منځ د بې اتفاقۍ د رامنځ ته کولو پر ځای همېشه د خلکو تر منځ د ښې فضاء په رامنځ ته کولو کي کوښښ کوي.

په چا کي چي د مطلب اشنایۍ او خودغرضۍ ماده نه وي.

ژباړه: عایشه عزیزي