د باران اوبو راټولولو د سیستم اجزا او د هغو کارونه

ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف

د باران اوبو راټولول څه شي .what is Rainwater harvesting

د باران اوبو راټولول (RWH) د باران اوبو راټولول او ذخیرولو تخنیک دی چې له راټولولو وروسته اوبه د ځمکې لاندې اوبو د بیاچارج کیدو لامل ګرځي .دا کیدای شي د یو کور په کچه وي او هم کیدای شي په لویه پیمانه وي .

د باران اوبو راټولولو ګټې .

هغه سیمي چې د اوبو له کمښت سره مخ دي کولی شي دباران راټولې کړي او خپلې ستونزې راکمې کړي .ددې تخنیک ګټې په لاندې ډول دي .

1) دا اوبه مفتې دي او د پاکو اوبو یوه لویه سرچینه ده.

2) ددې سیستم نصبول او ګټې ته سپارل اسانه دی .

3) راټولې شوې اوبه د بیلابیلو موخو لپاره کاریدای شي.

4) چاپیریال سره منښته لري او چاپیریال ته زیان نه رسوی .

5) دا اوبه د کرنیزو اوبولګولو لپاره مناسبې دي .

6) د ځمکې لاندې اوبو کارول ورسره کمیږي .

د باران اوبو راټولو د سیستم اجزا دپایپونو له لارې دباران اوبو د لیږد او ذخیره کولو لپاره کاریږي

دباران اوبو راټولولو د سیستم اجزا. Components of Rainwater Harvesting System

د باران اوبو راټولولو سیستم مشهور اجزا په لاندې ډول دي .

  1. کچمنټ .
  2. زیږه جالۍ .
  3. ناوې
  4. کنډیټونه .
  5. لومړی فلش .
  6. چاڼونه .
  7. ذخیروي ټانګ
  8. بیاځلي چارجونکي ساختمانونه .
  9. کچمنټ . Catchments

هغه سطحه چې مستقیما د باران اوبه اخلي او بیا سیستم ته اوبه ورکوي کچمنټ ساحه بلل کیږي.دا کیدای شي پوخ شوې ساحه لکه ټراس او یا هم د ودانۍ حویلۍ وي او هم کیدای شي نه پوخ شوې ساحه وي .اوسپنیزکانکریتي بام او اهن چاډر هم کیدای شي د باران اوبو راټولیدو لپاره وکارول شي.

Components of Rainwater Harvesting System

  1. زیږه جالۍ . Coarse Mesh

دا په بام ورکول کیږي او د خاور خځولو ددتیریدو مخنیوی کوي.

  1. ناوې Gutters

دا یو ډول نري لښتي وي چې په بام کې ورکول کیږي څو اوبه راټولې او ذخیروي ټانګ ته یی ولیږدوي .ناوې کیدای شي دایروي او یاهم نیمه دایروي وي او له محلي ملمع شوي اهن چادر څخه جوړیږي.ناوې باید داسې مضبوطې کړای شي چې د اوبو بار په وخت کږې نه شي او نه هم ولویږي .داچې ناوې څنګه نصب شي د کور په جوړښت پورې اړه لري خو معمولا په دیوالونو پورې نښلول کیږي.

  1. کنډیویټونه . Conduits

کنډیویټونه هغه پایپ لینونونه دي چې دباران اوبه له کچمنټ یا بام بره ساحې څخه د اوبو راټولو ساحې ته لیږدوي .معمولا کنډیویټونه له PVC او GI جوړیږي.

  1. لومړی فلش . First-flushing

لومړی فلش وسیله هغه وال دی چې په لومړیو وختونو کې د هغه باران اوبو وتل دفع کوي چې زیات مقدار خاورې خځلې له کچمنټ ساحې له ځانه سره لري.

  1. چاڼوڼه . Filters

چاڼ ددې لپاره کاریږي څو د بام له اوبو سره راخستل شوي ځوړند مواد لرې کړي.دا بیلابیل ډول چاڼونه معمولا په سوداګریزو موخو کې کاریږي لکه کوارکول د اوبو چاڼ ،د شګې چاڼ افقي زیږ چاڼ او ورو شګې چاڼ .

  1. د ذخیرې اسانتیا . Storage facility

شکل ،سایز ،د جوړونې موادو او د ټانګ موقیعت ته په کتو سره ددې ذخیروې ټانګونو د جوړونې لپاره بیلابیل انتخابونه موجود دي .په شکلونو کې سلنډري ،مربعوي او مستطیلي شکلونه راځي .په موادو کې اوسپنیز کانکریټي ،معماري او فلزي راځي. د اوبو ذخیروي ټانګ کیدای شي هم د ځمکې پر سر،نیمه پرځمکه او نیم د ځمکې پرسر او هم کیدای شي ټول په ځمکه کې ننویستل شي .که چیرې په پام کې وي چې باران راټولې شوې اوبه د ځمکې اوبو طبقو د بیاچارج کولو لپاره وکارول شي نو بیالاندې ساختمانونو جوړولو ته اړتیا ده .

  1. د بیاځلې چارج کولو ساختمانونه . Recharge structures

د باران راټولې شوې اوبه کیدای شي لاسي څاګانو ،بور څاګانو او کندو له لارې د ځمکې لاندې طبقو د بیاچارج کولو لپآره وکارول شي.د بیاچارج کولو بیلابیل ساختمانونه شته او شوني دي ،ددوي له ډلې یو شمیر یې په کم ژوروالي کې د خاورې طبقې له لارې اوبه نفوذ کوي په داسې حال کې چې یو شمیر نور بیا په زیات ژوروالي کې اوبه لاندې برخو ته کیباسي او له هغه ځایه بیا دا نفوذ شوې اوبه د ځمکې لاندې اوبو سره یوځای کیږي .ضرور نه ده همیش د بیاخلې چارج کیدو لپآره نوي ساختمانونه جوړ شي بلکې کیدای شي په ساحه کې شته کندې او ذخیروي ټانکۍ ورغول شي او د اوبو ساتلو جوګه شي .په ډیری ځایونو له لاسې کیندل شوو څاګانو او ټیوب څاګانو کار اخستل کیږي