د جرمني دفاع وزیره وايي، دغه هېواد به خپل سرتیري په افغانستان کې پریږدي

د جرمنې دفاع وزیرې اینګریټ کرامپ – کرینباویر ویلي د جرمني حکومت به په افغانستان کې تر ۲۰۲۲ کال پورې افغانستان کې د خپلو سرتېرو پاتې کېدو ته د تایید رایه ورکړي.

کرینباویر همداراز خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وخت مخکې وتل به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له خطر سره مخ کړي.