د جمعیت په قوماندانانو پسې سرګردانه ولسمشر

له اوسنیو ستونزو د وتلو لپاره شدیده اړتیا احساسیږي چې حکومت ولس ته مخه کړي، خو له بده مرغه حکومت لا هم داسې ګامونه اخلي چې له ولس یې واټن زیاتوي. د همدې ګامونو په لړ کې پرون ولسمشر بلخ ته ولاړ او ټول هدف یې دا و، چې له عطا محمد نور سره خبرې وکړي او هغه خوشاله وساتي. ولسمشر ګڼې داسې خبرې وکړې چې نه یوازې د ولس د خپګان سبب شوې، بلکې د ولسمشر په توګه یې د هغه دریځ ته هم زیان واړوه.

افغانستان له سختو ستونزو سره مخ دی، سنګین سقوط کړی، نا امني زیاتیږي، د سردارمحمد داود خان د روغتون په شان خونړي بریدونه کیږي، نیم حکومت سرپرست دی، بې کاري اوج ته رسېدلې، فساد چیغي وهي او حکومت شړیږي. ولسمشر پر دې هر څه سترګې پټوې، ټول کار یې دا دی چې له عبدالله سره په یو څه جوړ شي، امرالله صالح ته څوکۍ جوړې کړي او له جمعیت سره معامله وکړي. داسې ښکاري چې د ولسمشر غني اصلي دنده دا ده چې جمعیت څنګه خوشاله وساتي. ده هېره کړې چې د افغانستان ولسمشر دی، اصلي دنده یې د افغانستان د سترو ګټو او د افغانانو د سر او مال ساتنه ده، نه د جمعیت خوشاله ساتل. ولسمشر ولس هېر کړی او له جمعیت سره مصروف دی، په داسې حال کې چې جمعیت ددغه ولس یوه ډېره کوچنۍ برخه ده او هغه هم د داسې کسانو په لاس کې ده چې یوازې څوکۍ او واک پېژني. دا حالت د ولسمشر لپاره سیاسي ځانمرګي ته ورته دی، دا ډول کارونه حکومت پر ځمکه ولي، دغه ډول کارونه ولسمشر د خلکو له سترګو غورځوي. د ولس امن، ثبات، اقتصاد او هر څه هېر شوي، یوازې خبره دا ده چې څو کسان خوشاله وساتل شي. سړی حیران شي چې ولسمشر په جمعیت کې څه لیدلي!؟ د جمعیت له څه شي وېریږي او د جمعیت څو کسانو ته د امتیاز په ورکولو سره له کومې بلا ځان ژغوري!؟

د ولسمشر دغه ډول کارونه خپله د ولسمشر په توګه دده دریځ ته زیان رسوي. یو ولسمشر ځي او له خپل یو والي سره معامله کوي، هغه ته امتیاز ورکوي، د چاپلوسۍ تر بریده یې ستاینه کوي. دا حالت په رښتیا هم د یو ولسمشر لپاره له شرمه ډک کار دی. تر دې بده یې لا دا چې لکه ولسمشر او عطا محمد نور چې دوه سیالان وي، په داسې حال کې چې یو ولسمشر دی او بل د هغه مامور. د ولسمشر چلند خو ان کله داسې و، لکه کوم بل هېواد ته یې چې سفر کړی وي او د هغه هېواد له مشر سره خبرې کوي. دا حالت رښتیا هم د ولسمشر او ولسمشرۍ حیثیت ته زیان رسوي.

ولسمشر د جمعیت په څو قوماندانانو پسې سرګردانه دی او ولس ترې هېر دی. له کوم مشره چې ولس هېر شي، نو بیا په طبیعي ډول ولس هم هغه هېروي. څوک چې د ولس له سترګو ولویږي، نو بیا دې خپل ځان ته بل ځای وګوري. ولسمشر به ډېر ژر پوه شي چې ولس یې ددغه ډول کارونو پر وړاندې څه ډول غبرګون ښيي.