د خپلواکۍ سلمې کاليزې په مناسبت د شاه امان الله خان په مزار د ګلونو ګیډۍ کېښودل شوه

ننګرهار والي شاه محمود میاخيل د دې ولایت د ملکي او نظامي ادارو د مسؤلینو په ملتیا د ځآنګړو مراسمو په ترڅ کې د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د خپلواکۍ د اتل ستر مجاهد او غازي شاه امان الله خان په مزار د ګلونو ګیډۍ کېښوده

د شاه غازي امان الله خان په مزار د ګلونو کېډۍ اېښودلو وړاندې ننګرهار والي او نورو مسؤلینو ته د ګډو ځواکونو منظمې شوې قطعې له لورې ځآنګړي تشریفاتي مراسم ترسره شول

ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګیډې کېښودلو او د هغه روح ته یې د دعا لاسونو لپه کولو وروسته د خبرو پر مهال د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړه.