د داعش وسله والو په بريد کې د طالب وسله وال مور ووژل شوه

ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره شپه داعش وسله والو د وسله والو طالبانو غړي سميع الله پر کور بريد کړی او د هغه مور یې وژلې ده.

ياده مېرمن د وسله والو طالبانو د پخواني وياند ډاکتر حنيف خور ده.

خبریال : برکت الله هڅاند