د دبنګ خان مینه ‌والو ته ښه خبر

د هندي سېنما مشهور فلمي ستوري سلمان خان نه یوازې دا چې د فلمونو له ادرسه د ډېرو زړونه خپل کړي، بلکې د تفریحي خپرونو په وړاندې کولو کې هم ځانګړی استعداد لري.

هغه په ځينو ځانګړيو پروګرامونو سربېره، د بیګ‌باس په نامه خپرونه لري او تر وړاندې یې ډېر شمېر ورته نورې خپرونې وړاندې کړې، مګر د وخت په تېرېدو یې بېرته پرې ايښې دي.

تازه خبر دا دی چې سلمان خان به ډېر ژر خپل ټلوېزیوني پروګرام دس کا دم بیا پیل کړي.

دا خپرونه پر سوني ټلوېزیون خپرېږي او درېیم سېزن به یې په نویو او جالبو صحنو سره پیل شي.

په دې پروګرام کې دېرش ميليونه خلک يوازې د ټلېفون له لارې برخه اخلي او نور یې له نورو لارو تعقیبوي.