د دوه مخو د چل ول لاره یوه ده

(دلارې مل)

سمیع الدین افغانی

د دوه مخو  د چل ول  لاره یوه ده

د وران کار او بد عمل  لاره یوه ده

 

بې انصاف د بې انصاف سره جوړیږی

هریو غل  او د غله مل لاره یوه ده

 

دوکه باز د دوکه باز سره همراز دی

د کم  ذات  او  د بدل  لاره یوه ده

 

په فریب د بل هستی چې په دوکو خوری

د غاصب  او مبتضل  لاره یوه ده

 

چې بېځای لری غرور او مضریت کړی

د ابلیس او د دغل  لاره  یوه  ده