د روسۍ الوتکې را غورځېدو له امله ۷۱ سپرلۍ وژل شوي دي

د روسي رسنيو په وينا، يوه مسافر وړونکې الوتکه د دغه هېواد د پلازمېنې مسکو په څنډو کې را غورځېدلې ده.

د ساراتف شرکت الوتکې ۷۱ مسافر د قزاقستان پولې ته څېرمه اورسک ښار ته لېږدول.

د روسيې حکومتي رسنۍ تاس وايي، د دغې الوتکې پاتې شوني يې موندلي او داسې ښکاري چې هېڅوک په کې ژوندي نه دي پاتې.

راپورونه وايي دغه الوتکه له پورته کېدو لس دقيقې وروسته د رادار له سيستم څخه لادرکه شوې او د مسکو په ۸۰ کیلومترۍ کې د ارګونووو په ښار کې رالوېدلې ده.

د روسي چارواکو په وينا پلټنې روانې دي او وايي کېدای شي الوتکه د خرابې هوا يا هم د پيلوټانو د تېروتنې له امله رالوېدلې وي.

بهار رحماني