د زابل په شاه جوی کې د هاوان مرمۍ لګېدو ۱۴تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د زابل ولایتي چارواکي وايي، د دې ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې پر یو کلي د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله ۲ ماشومان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

چارواکي وايي، هاوان مرمۍ د خلکو په منځ کې لګېدلی خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا مرمۍ د چا لخوا ویشتل شوی دی؟

د زابل د ملکي روغتون مسوولین هم تائیدوي چې په دې پېښه کې ۲ ماشومان وژل شوي او ۱۲ کسانه ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

خو تر اوسه چا د هاوان مرمۍ د ویشتلو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.