د شوره ډک ښار

لیکوال: خالد حافظ

دښار پر واټنو داختر لپاره  رنګا رنګ وچې میوې پر لاسي کرچیو کیښودل شوې،ښار بالکل یوه نوې بڼه اخیستي،دلته ددې ښار هوآ ډېره ګرمه ده خو، خلک یې بیاهم داختر لپاره دسودا او نورو توکو د رانیولو پخاطر په ښار کې پلي ګرځي.

په اسلامي هیوادونو کې د رمضان دمبارکې میاشتې  په تیریدو سره خلک دخوشحالي احساس کوي ځوانان،ماشومان،سپین ګیري …………..د کوچني اختر راتلو ته د ټولو په زړونو کې د خوښې هیلې څپې وهي ،دوې هر کال دوه اخترونه لري  کوچني اختر او لوي اختر او په مناسبت یې خوشحالي لمانځي.

په داسې هیواد کې چې لسیزو جګړو ځپلې ، ان چې ددې خاورې کانې بوټې شهیدان شوې میندې بورې شوې ماشومان یتیمان شوې چې کوڅه په کوڅه سوال ټولې  ، د اخترونو خوند یې یو څه پیکه شوې ،خو خلک یې اوس هم دپخوا په څیر دمینې او محبت تږي دي،

دلته دټولو خلکو دژوند شرایط  یو ډول ندي دځنو اقتصادي حالات  ډیر ښه دځنو متوسط او دځنو ډېر خراب حتا چې دسهار لري دماښام نلري، له هاغو ور اخوا چې دژوند ډېر امکانات لري ، خو ولې ځنو نور بیا ددوۍ په شان ددې امکاناتو برخمن ندي د ژوند په یوه خراب حالات کې قرار لري.

زمونږ دټولنې هغه طبقه چې غریب دې او ددې توان نلري چې داختر لپاره ځان ته جامې،بوټان او داختر لپاره نور توکې راونیسي ، ددوۍ په زړه به څه تیریږي ددوۍ دزړه له حاله یو الله ج خبر دي.

دوۍ به هم ددې میو او نورو د اخیستلو هېله لري خو غریبۍ تورې بلا ترېنه دا هیلې اخیستي،د ژوند د ډېرو لویو کړاونو سره لاس او ګریوان دي یوازې یو الله ج ددوۍ چاره ساز دې بس!