د عینکو اچولو ګټې

ژباړه: نظیف الله شینواری

په نني عصر کې د عینکو اچولو اړتیا ترپخوا ډېره لیدل کيږي. پخو به خلکو زره بینونه اچول خو وس زیاتره خلک پر عدسیو یا زره بینونو د عینکو اچول غوره ګڼي د لمر د شغاوو او ګرد عبار سربېره د کتاب مطالعه، د موبایل، کمپیوټر او تلویزون استعمال سړی اړ باسی چې عینکې واچوي. زمونږ او ستاسو ټولنه کې دا شیان کم دود دي که څوک يې واچوي نو وروسته ورپسې بلها خبرې کیږي وایي پلانکی اکشنې وهي پلار يې ټوله ورځ پردۍ دیاړي کوي او زوي ته يې ګوره د شارخ او سلمان خان پېښې کوي خو مونږ تاسو باید پدې خبرو پسې لاړ نشو زمونږ د وروسته پاتې والي یو عمده لامل دادی چې خلک به څه وايي؟ خلک به خپل کار کوي خلکو پسې مه ګرځئ خپل ژوند وکړئ په هر صورت که مو له وړاندې عینکې اچولې وي له دې به هم خبر یاست چې عینکې اچول څومره ګټور او څومره د مضرو شیانو څخه د سترګې ساتندوي دي. د بېلګې په ډؤل د موټر چلولو پر مهال مو سترګې له وړو الوتونکو حشراتو، کوچنیو شیانو او نورو ضررناکو مادیاتو څخه ژغوري همدارنګه له دفتره نیولې بیا تر هرځایه د عینکو اچول اړین او سترګو په ساتلو کې مرسته کوي. څېړونو ښودلې هغه خلک چې په دوامداره توګه عینګې اچوي تر هغو خلکو چې عینکې نه اچوي ژر د سترګو دید له لاسه نه ورکوي او د اوږد مهال لپاره يې د سترګو ديد یا نظر ثابت پاتې کیږي.

د عینکو اچول او ساتنه د زره بین په پرتله اسانه ده، زره بینونه هر ورځ په منظم ډؤل صفا کولو ته اړتیا لري که چېرته وخت پر وخت پاکې نشي نو د خرابېدو او دايمي خېرنېدو لامل کيږي، کولائ شئ بار مصرف یا د يو ځل لپاره د استعمال وړ زره بینونه هم واخلئ خو د ډېر مصرف ترڅنګ وخت پرې ضایع کیږي. عینکې دومره پاکولو ته ضروت نلري یوازې د اړتيا په صورت کې يې پاکولی شئ.