د غزني نه هېردونکي غميزه

لیکنه : اسدالله نورزی

جګړې په هېڅ عصر کې تر شا ګوړې شکرې نه دي پرېښودې، بلکې هر کله چې پېښه شوې تمدونونه په کې وران شوي، ښارونه په کې سوځېدلي، خلک په کې وژل شوي او مالونه په کې لوټل شوي دي، چې د همدې ادعاوو ښکاره ثبوت موږ تيره ورځ په غزني کې وليدو.

داسې ويل کېږي چې په غزني کې تر دې دمه د ښار ډېره برخه سوځول شوې، لوټ تالان په کې شوی، مړي په لارو او کوڅو کې پراته دي خو څوک يې د راټولېدو توان نه لري، ټپيان په روغتونونو کې پراته دي، د درملو او تداوۍ يې څرک نه لګېږي.

دا په جګړه کې کومه نوي او نادره خبره نه ده، خو دلته نوي خبره دا ده چې ولې يو دم دا پېښه وشوه او ولې هغه ښار چې د اسلامي تمدن مرکز دی د جګړې په تاو کې و سوځول شو.

داسې ويل کېږي او څو ځلې له رسنيو هم دا خبره لاندې باندې شوې چې غزني له خطر سره مخامخ دی، که بيړنۍ مرسته ورسره ونه شي کېدای شي سقوط وکړي، خو هغو کسانو چې په دې برخه کې مسؤليت درلود يا په قصدي ډول او يا له ډېره غفلته يې پاملرنه ونه کړه چې پايله يې د غزني نننی حالت شو.

حتا داسې ويل کېږي چې هغه ورځ چې غزني سقوط کړی و، په ولسمشر راچاپيره کسانو ولسمشر نه و ترې خبر کړی، د سرخط ورځپاڼې په حواله ولسمشر په ارګ کې د ځوانانو د ورځې لمانځنه کوله او چکچکې يې وهلې، خو په غزني کې خلک د اور په بټۍ ناست وو.

ټولنه دوه کټه ګورۍ خلک لري، يو هغه دي چې يوازې ځان ويني او هر تصميم د ځان څخه په قياس يې کوي او دويمه کټه ګوري خلک بيا خپله ټولنه ويني او ځان د هغې جز ګڼي او د خپلې ټولنې په ليدو تصميم نيسي.

ولسمشر او هغه سياستوال چې ولس ورته اړتيا لري، دوی داسې خلکو ته اړتيا لري چې په تصميم نيونه کې ځان ونه ويني، بلکې خپله ټولنه وويني او د اکثريت له حالت سره سم راپور وړاندې کړي، ترڅو مناسبې پاليسۍ جوړې شي او عام خلک هوسا ژوند ولري.

د غزني له غميزې داسې ښکاري چې ولسمشر ته داسې خلکو ځان ورسولی چې په ټوله ټولنه کې يوازې ځان ويني او بس.

که چېرې ولسمشر د غوښو له دې ديواله ځان خلاص نه کړي او په خوښيو کې د ولس خندا وانه وري او په غم کې د ولس ژړا وانه وري، خدای ج مه کړه په راتلونکي کې به د غزني له غميزې د نورو سترې غميزو شاهدان شو.