د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن سې شنبه د اسیايي سیالیو د درېيم مقام لپاره د جاپان د فوټسال له لوبډلې سره مخامخ شي.
په ترکمنستان کې د اسیايي سیالیو د فوټسال په مسابقو کې د افغانستان د فوټسال لوبډلې د چین، متحده عربي اماراتو، ازبکستان او ترکمنستان لوبډلو ته ماتې ورکړه خو په نیمه پایلوبه کې یې پر ایران وبایلله.
د افغانستان او جاپان ترمنځ د لوبې ګټونکی به د ژېړو مډال ترلاسه کړي او د ازبکستان او ایران ترمنځ د پایلوبې ګټونکی به د سرو زرو مډال خپل کړي.
د افغانستان او جاپان مسابقه د افغانستان په وخت په څلور نیمې بجې پیلېږي.