د لاجورد لار؛ ارزښت او ګټې یې

لیکوال : سید عبدالله پاچا

د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۲مه نېټه د لاجورد لار پرانیستل کیږي، دا لار د افغانستان له هرات ولایت پيل کیږي، د اقینه او تورغونډۍ د بندرونو څخه به توکي د ترکمنستان، ازربایجان، ګرجستان او ترکيې له لارې اروپا ته رسیږي.

د لاجورد د لارې هوکړه تېر کال د عقرب په میاشت کې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران له لوري لاسلیک شوې وه، د دې لارې ګټه یواځې افغانستان ته نه بلکې ټولو هغو هېوادونو ته ده چې په دې لاره کې شامل دي.

د دې لارې له درکه به د افغانستان سوداګري او صادرات زیات شي اوورسره به د بهرنیو سوداګرو پام هم افغانستان ته راوګرځي چې افغانستان به د دې لارې له ټرانزیټ زیات عواید هم ترلاسه کوي.

د دې لارې له پرانیستو او سوداګرۍ په پيل سره به د افغاني تولیداتو او حاصلاتو بازار اروپا کې پيدا شي او هغه مشکل به کم شي چې هر کله ویل کیږي چې افغان محصولات او تولیدات بازار نه لري.

اصل کې افغاني تولیدات محصولات تر بل هر هېواد زیات بازار لري، خو بازار ته یې لار نه وه، په دې لارې سره به د افغان توکو ارزښت پيدا او بیې به یې لوړې شي.

د لاجورد لارې هوکړه لیک عملي کول افغانستان ته د صادراتي توکو لپاره یوه مهمه ټرانزیټي لار په واک کې ورکوي او افغان حکومت کار کوي له دې لارې په ګټنې د ټرانزیټ لګښت او وخت راکم کړي.

د لاجورد لار د سوداګرۍ او ټرانزیټ په اسانولو کې مهم رول لري او په دې سره افغان سوداګر کولی شي د تیر له سازمان هم پوره ګټه پورته کړي، افغانستان د تیر سازمان یا نړیوال ټرانسپورټ غړیتوب لري، خو دا چې د دې سازمان غړیتوب او کار لپاره لارې نه وې، په دې سازمان کې د افغان سوداګرو ونډه یا نه وه او یا له نشت سره حساب وه.

په دې لار سره دوه اړخیزه او څو اړخیزه سوداګري، ټرانزیټ او ټرانسپورټ پراختیا موموي او په دې لار کې د لا ډیرو هېوادونو غړیتوب دا امکان زیاتوي چې افغانستان بحر ته لار پيدا کړي.

دا لار د افغانستان کارګو ته هم لا ډيرې اسانتیاوې برابروي او کوم هېوادونه چې د دې لارې غړیتوب لري له افغانستان سره یې سوداګري پراخیږي.

له دې سره یو ځای د دغې لارې له برکته افغانستان او افغان سوداګر کولی شي، د نور هېوادونو له ریل ګاډو او کښتیو هم استفاده وکړي.

د لاجور په لار به باکیفیته او باارزښته تولیدات د اروپا او مدیتراني حوزوي بازارونو ته لار پيدا کړي او د دې بازارونو له لارې کولای شي، نور بازارونه هم خپل کړي.

دا لار کولای شي افغانستان د اسیا په څلور لارې بدل کړي او په اوږد مهال کې به یې ګټې د افغانستان لپاره ډیرې زیاتې وي.

د لاجورد لارې د هوکړې عملي کول د سیمې په کچه د افغانستان فعاله اقتصادي ډیپلوماسي په ډاګه کوي او دا لار کولای شي افغانستان د سیمې په کچه او نړیوالو تعاملاتو کې په پوره قوت داخل کړي.

نو په ټوله کې ویلی شوی چې د لاجود لار اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې ستر ګام دی چې کولای شي افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ له انحصار خلاص کړي او له څو هېوادونو سره په مشترکه پروژه کې لا ډيرې ګټې وکړي