د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په رسمې بلنه پاکستان ته ځي او له پاکستاني لوري سره پر ګډو امنیتي ستونزو او سرحدي مسئلو خبرې کوي.
د ارګ څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي چې ښاغلي اتمر د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په بلنه، د یو امنیتې پلاوي په مشرۍ ، اسلام اباد ته روان دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان لومړي وزیر له ولسمشر غني سره په خبرو کې د یوه لوړ رتبه امنیتې پلاوي د ور استولو غوښتنه کړې وه
خبر پاڼه زیاتوي چې حنیف اتمر به په دغه سفر کې د پاکستان د پوځ له لوي درستیز سره هم و ګوري.
خبریال : برکت الله هڅاند